شاته

څېړونکي: د ارمینیايي ټول وژنې په اړه د ترکي مرسته به د پاکستان د بشري حقونو  دریځ کمزوری کړي

پاکستان ویلي دي د ارمینیا د نسل وژنې په موضوع د ترکي د دریځ مرسته کوي. خو څېړونکي وايي د ترکي د دریځ د مرستې په لړ کې داسې بیانونه به په نړۍ کې د جمهوري او بشري حقونو په اړه د پاکستان دریځ کمزوری کړي.

د پاکستان خارجه وزارت ویاند حفیظ چودهري په یو بیان کې ویلي ویلي دي چې خارجه وزیر شاه محمود قرېشي د خپل ترکي همسیال مولود چاوش اوغلو سره په ټېلي فون د خبرو په وخت د ارمینیا د نسل وژنې په موضوع د ترکي د دریځ مرسته کړې ده.

د ارمینیايي نسل وژنې په اړه دا تازه بحث وروسته له هغې راګرم شوی دی چې د امریکا صدر جو بایډن د تېر خالي په ورځ په لومړۍ نړیواله جګړه کې د عثماني سلطنت له خوا د ارمینیا د خلکو وژنه او په هغوی ظلمونه په داسې ورځ نسل وژنه وبلله، چې د ارمینیا خلکو د اپرېل 24مه لکه د هر کال په شان د "ناورین" د ورځې په توګه لمانځي.

د امریکا دریځ

د شنبې- خالي په ورځ له سپینې ماڼۍ لخوا په خپاره شوي بیان کې د صدر بایډن له خولې ویل شوي، د امریکې خلک هغو ټولو ارمینیانو ته په درنه سترګه ګوري چې 106 کاله وړاندې یې په نننۍ ورځ ټولوژنه پیل شوې وه.

صدر بایډن په لمري ځل د ارمینیايي نسل وژنې په د امریکايي دریځ وړاندې کولو په وخت ویلي وو: "موږ هر کال په دې ورځ‌ د هغو ټولو کسانو یاد تازه کوو چې د عثماني سلطنت په مهال په ارمینیایي قتلِ عام کې مړه شوي او له ځانه سره ژمنه کوو د دا ډول ظلمونو مخه به نیسو چې بیا ونه شي".

ولسمشر جوبایډن تېر کال د خپل انتخابي کمپېن په مهال ویلي وو، دی به د هغه قرارداد ملاتړ کوي چې پکې د ارمینیا د ټولوژنې اعتراف شوی وي او د خپل حکومت په مهال به نړیوالو بشري حقونو ته لومړیتوب ورکوي.

د ترکي غبرګون

د ترکي صدر رجب طیب اردوان د امریکا د صدر جو بایډن نه غوښتنه کړی د خلافت عثمانیه لخوا دې د ارمینیايي خلکو د نسل کشۍ په اړه خپل بیان بېرته واخلي.

د پاکستان د خارجه وزارت په بیان کې ویلي شوي دي چې پاکستان ګڼي د سیاسي درجه بندۍ او تاریخي پېښو په اړه یو اړه خیزه دریځ د قامونو ترمنځه بې باوري جوړوي او سیاسي راپاروانې زیاتوي.

د پاکستان دریځ

د پاکستان خارجه وزارت په بیان کې ویلي شوي باید په دې موضوع د ترکي هغه وړاندیز باندې عمل وشي چې د ارمینیا د نسل وژنې په اړه دې یو ګډ تاریخي کمېشن جوړ کړی شي چې ددې تاریخي پېښې حقائقو ته ورسیدلی شي او خبرې په وړاندې لاړې شي.

د ترکي خارجه وزارت د پاکستان د مرستې مننه کړی او ویلي یې دي د ترکي او پاکستان ورورلي دې ژوندۍ وي.

د څېړونکو نظر

د پېښور پوهنتون د سیاسي چارو د څانګې پخوانی مشر سرفراز خان وي او ډیوه ته ویلي دي چې ترکي باندې په عثماني خلافت کې ارمینیايي اولس باندې د ظلمونو سره سره دا تورونه هم پورې کړی کېږي چې د کردانو سره یې هم همېشه ظلمونه کړي دي.

خو سرفراز خان وايي د ارمېنیايي خلکو په امریکا په دې دریځ خپلولو ځکه مجبوره کړی شوه چې امریکا او په پورپي هېوادونو کې ارمینیايي خلک ډېر په منظمه توګه دا مهم د اوږدې مودې راهبسې چلوي چې د کال 1915 او 1923 ترمنځه اتو کالو کې په خلافت عثمانیه کې د ارمینیايي خلکو وژنه دې نسل کشي ورګرځولی شي.

د عالمي چارو کارپوه پروفېسر اعجاز خټک بیا وايي چې پاکستان له په داسې موضوعاتو باندې د دریځ خپلولو په وخت دې خبرو ته کتل پکار دي چې دوي په نړۍ کې له وړاندې نه د ترهګرۍ او بشري حقونو په اړه صفایانې کوي.

اعجاز خټک وايي چې د ترکي د دریځ مرستې سره به پاکستان په نړۍ کې خپل هغه دریځ ته زیان ورسي چې وايي د جمهوري او بشري قدرونو خیال ساتي او په نړۍ کې د پرمخته تلونکو هېوادونو سره یوځای تلل غواړي.

د ارمینیايي پېښې لنډ تفصیل

د یورپ او اېشیا تر منځ پروت غرني هېواد ارمینیا یا ارمنستان خلک هر کال د اپرېل 24 ورځ په هېواد کې دننه او بهر "د ارمینیانو د ټولوژنې" د یادګاري ورځې په توګه لمانځي.

مؤرخین وایي د یوې اندازې له مخې د لومړۍ نړیوالې جګړۍ په مهال د 1915 او 1923م کلونو تر منځ په اتو کلونو کې د عثماني ترکانو په لاس 1.5 میلینه [15 لکه] عیسایي ارمینیان وژل شوي وو.

د ارمینیا خلک دعوه کوي چې عثماني سلطنت د دوی د نابودۍ لپاره د لوږې، جبري کار، جلاوطنۍ، د بندیانو د مرګنیو لاریونونو او بشپړ قتلِ عام په وسیله په قصد سره په هدف کړل شوي وو.

ارمینيايي نسله امریکایي لیکوال کریس بوهجالین عرب نیوز ته ویلي، د پسرلي په دې خوندوره میاشت کې د اپرېل پر څلرویشتمه د عثماني سلطنت چارواکو سلګونه ارمینایي پوهان ونیول او ویې وژل او په راتلونکو اوونیو کې یې زرګونه نور عام ارمینیان له خپلو کورونو د صحرا په لور و شړل او له هغه ځایه هغوی خپلو کورونو ته ستانه نه شول.

ترکي دا تورونه ردوي چې ګواکې دوی دې د ارمینیانو د قصدي ټولوژنې پلان جوړ کړی وي بلکې وایي ډېر کسان هغه مهال د جګړې قرباني شوي وو او یا هم روس وژلي وو.

  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي