شاته

پاکستان: کرونا نور 142 مړه کړي، پوځ په ځای کړی شوی

په پاکستان کې د کرونا څخه تازه نور 142 کسان مړه شوي دي، په ملک کې د کرونا د مخنيوي د احتياطي تدابيرو عملي کولو دپاره پوځ په ځای کړی شوی، سيند حکومت تعلیمي ادارې بندې کړي او د 40 کالو د عمر کسانو ته د ويکسين دپاره د رجسټرېشن ویل شوي دي.

د کرونا تازه حال

د سرکاري شمېرو ترمخه په ملک کې په تير شوا روز کې نور 142 کسان د کرونا څخه مړه شوي او نور 4487 پرې اخته شوي دي.

پاکستان کې د کرونا څخه د مړو ټوله شمېره 17زره 329 ته رسېدلې ده، په ملک کې په کرونا د اخته شوو شمېره اته لکه، 4939 ته رسېدلې او ويل شوي شپږ لکه 99 زره 817 ترې ښه شوي هم دي.

ويل شوي دا وخت په ملک کې په کرونا اخته 5075 کسانو روغتيايي حالت سخت دی.

پوځ په ځای کړی شوی

په ملک کې د کرونا د مخنيوي د احتیاطي تدابيرو عملي کولو ځای په ځای کړی شوی دی.

د ګل/دوشنبې په ورځ (26 اپرېل) د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل بابر افتخار ویلي وو د ګل د سهار شپږو راهسې پوځي سرتيری د سېول انتظامیې د مرستې دپاره په ټول ملک کې په ډيوټۍ شوي دي.

هغه ویلي وو د کرونا درېمه څپه خطرناکه ده ځکه خلکو احتياط کول پکار دي.

د راپورونو ترمخه په لاهور، اسلام اباد، ملتان، ګوجرانواله، بهاولپور، پېښور او نورو ښارونو کې پوځ په ډيوټۍ ليدل شوی دی.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان په 23 اپرېل ویلي وو د کرونا د مخنيوي د احتياطي تدابیرو عملي کولو دپاره پوځ رابلي.

سيند حکومت تعليمي ادارې تړلي، نور بندېزونه يې لګولي

د پاکستان د سيند صوبې حکومت هم پرون په 26 اپرېل اعلان کړی چې د کرونا د خورېدو د مخنيوي په موخه ټولې تعليمي ادارې او د ښارونو او نورو صوبو سره د بسونو د لارې تګ راتګ بندوي.

د صوبې وزيراعلی مراد علي شاه په خبري غونډه کې دغه خبره کړې ده. هغه ویلي سکولونه، کالجونه او پوهنتونونه بندوي، د ښارونو او صوبو ترمنځ د بسونو د لارې تګ راتګ ودروي، او په دفترونو کې به 20 فيصده کار کوونکي حاضريريږي.

په ريسټورانټونو کې دننه او بهر په خوراکونو کولو بندېز لګول شوی او ویل شوي بازارونه به د سهار نه تر ماښام شپږو بجو پورې خلاص وي، او که د کرونا پېښې سېوا کيږي ټول بازارونه بندول کېدی شي.

د 40 کالو عمر والو دپاره ويکسين

د پاکستان د پلاننګ او پرمختيا وزير اسد عمر چې د کرونا د څار او مخنيوي د حکومتي کمېټۍ (اېن سي او سي) مشري هم کوي پرون يې ويلي د کمېټۍ په غونډه کې پرېکړه شوې چې د چا عمر د 40 کالونه سېوا وي هغوی دې د نن (27 اپرېل) څخه ځانونه د ويکسينو دپار رجسټرډ کړي.

له دې وړاندې په پاکستان کې د 60 او بيا د 50 کالو نه د زيات عمر والا کسانو ته ويکسين لګول کېده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون د جرنلزم د څانګې نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړې ده.​