شاته

امریکا به د افغانستان مرسته دوامداره ساتي، افغان چاروکو ته د امریکا ډاډ

د جنوبي او منځنۍ اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ډین ټامپسن په کابل کې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب ته ډاډ ورکړی دی چې امریکا به د خپلو ځواکونو تر وتلو وروسته هم له افغانستان سره د مرستو او د سولې پروسې ملاتړ ته دوام ورکوي.

د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب بیا ویلي دي چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو په چارو کې او د دیپلوماتیکو ماموریتونو د ساتنې په برخه کې به نږدې همکاري وکړي.

لدې سره هم مهاله، پاکستاني پلاوي په کابل کې له افغان چارواکو سره پر افغان سوله، سوداګرۍ او نورو دوه اړخیزه اړیکو خبرې پیل کړي دي.

ښاغلي محب د دغو خبرو په ځواب کې ویلي دي چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو په برخه او همدارنګه د ډېپلوماتیکو ماموریتونو د ساتنې په برخه کې به نږدې همکاري وکړي.

د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ وایي چې پدې کتنه کې ټامپسن د امریکا ولسمشر جوبایډن هغه پیغام هم دوی ته رسولی دی چې له افغانستان سره به په پراختیايي چارو کې خپلو مرستو او د سولې بهیر ملاتړ ته دوام ورکوي.

ښاغلی اندړ زیاتوي" ټامپسن د امریکا ولسمشر جوبایډ په راوړي پیغام کې وویل چې د افغان امنیتي او دفاعي سرتیرو او افغانستان سره پراختیايي مرستو ته دوام ورکوي او د افغانستان د سولې د پروسې ملاتړ کوي، افغان حکومت د دوی سره د وتلو په پروسه کې نږدې همکاري کوي او د نوي اړیکو د دوه طرفه تعامل او همکاریو ټینګار وشو."

ښاغلي ټامپسن په کابل کې د نورو لوړ پوړو چارواکو سره هم په کتنو کې ویلي دی چې، تمه لري افغان دولت د سولې ملاتړ ته د ملي اجماع پر رامنځته کولو کار وکړي.

دا لیده کاته داسې مهال کیږي چې یو لوړپوړی پاکستاني پلاوی هم په کابل کې دی او له افغان چارواکو سره یې خبرې پیل کړې دي.

دا پلاوی چې مشري یې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان کوي

په کابل کې یې د افغانستان د ملي امنیت شورا له چارواکو،د ولسمشر اشرف غني ځانګړي استازي عمر داودزي او بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره کتنې کړي دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هیواد وایي چې یاد پلاوي د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین میرویس ناب سره په کتنه کې د دواړو هیوادونو د اړیکو د لا پراختیا، په اقتصادي، سیاسي او فرهنګي چارو کې پر پراختیا باندې خبرې شوي دي ښاغلي هیواد وویل چې د دې خبرو تر څنګ دواړو لورو اقتصادي او تجاراتي همکاریو ته په خاصه توجو ، افغانستان او پاکستان د تجارت او ترانزیټ دوه اړخیزه تړون ته د بیا کتنې په اړه خبرې شوي دي

ښاغلی هیواد زیاتوي" د دې کتنې په ترڅ کې دواړو لورو د افغانستان او پاکستان دوه اړخیزو اړیکو د لت پیاوړتیا، به اقتصادي سیاسي او فرهنګي چارو کې د همکاریو په پرختیا باندې خبرې وشوې، اقتصادي او تجاراتي همکاریو ته په خاصې توجو سره دواړو لورو د افغانستان او پاکستان د تجارت او ترانزیټ د تړون د بیا کتنې او افغانستان او پاکستان د سولې او پیوستون د ګډ د عمل پلان ، د ظرفیتونو او د دواړو هیوادونو تر منځ د موجوده پانګونې او تجارت د سرمایګذارۍ نه د استفادي لپاره به تفصیل بحث وشو"

پاکستاني پلاوي په ورته وخت کې د افغانستان د ملي امنیت شورا له چارواکو سره هم لیدنې کړي او پدغه لیدنه کې بر افغان سوله وتجارت او ترانزیټ او نورو ستونزو باندې بحثونه شوي دي.

همدا شان د پاکستان لپاره د افغان ولسمشر ځانګړي استازي محمد عمر داودزي کابل ته د پاکستاني پلاوي سفر مهم بللی او زیاته کړي یې ده چې، دې خبرو کې د افغان سوله یوه مهمه مسله ده او پاکستان پدې برخه کې مهم رول لوبولی شي او پاکستان ته پکار ده چې د افغان سولې او نورو برخو کې ټېنګه او لازمه مرسته وکړي.

ښاغلي داودزي وویل چې افغانستان له پاکستان غواړي چې طالبان پدې قانع کړي چې اوربند وکړي او د سولې مانا لرونکې خبرې وشي.

کابل ته د پاکستان د پلاوي سفر داسې مهال دی چې د افغان سولې لپاره په نړیواله کچه هڅې روانې دي خو لا هم پدغه برخه کې کوم پرمختګ ندی رامنځته شوی، او له وسله والو طالبانو سره هم په قطر کې د افغان حکومت د سولې مذاکرات د ځنډ او خنډ سره مخ دي.

په همدې موخه چې په قطر کې ولاړې خبرې تېزې شي د ترکیې په استانبول کې د اپریل میاشتې په وروستیو کې د افغان سولې لپاره ناسته ترتیب شوي وه، خو دا ناسته هغه وخت تر نامعلومې نیټې وځنډول شوه چې طالبانو وویل، تر هغو چې بهرني ځواکونه نه وي وتلي دوی د سولې خبرې نه کوي او په هیڅ داسې بهرنیو ناستو کې ګډون نه کوی چې د افغانستان په اړه تصمیم پکې نیول کیږي .