BBC
 شاته

ولسمشر غني په کندهار کې: پاکستان دې د طالبانو له ملاتړه لاس واخلي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني پنجشنبه کندهار ته د خپل سفر پر مهال یوې غونډې ته وویل،‌ پاکستان له افغانستان سره په اړیکو کې دوه غوراوي لري، یا به د ګټلو سیاست غوره کوي، یا به د بایلو سیاست انتخابوي. نوموړي یو ځل بیا پر پاکستان غږ وکړ چې د طالبانو له ملاتړه دې لاس واخلي. دا په تېرو څو ورځو کې دویم ځل دی چې ولسمشر غني د پاکستان په هکله ورته څرګندونې کوي.