شاته

قاضي فائز عیسا:د دوؤ کالو نه زما په سر تلوار راځوړند دی،حکومت مې ګوښه کول غواړي

دپاکستان دسترې محکمې جج قاضي فائز عیسا وایي د تېرو دوؤ کلونو راهسې دهغه په سر تلوار راځوړند دی اؤ حکومت غواړي چې په هره توګه وي خو چې هغه ګوښه کړي.

په ستره محکمه کې دګل په ورځ دقاضي عیسی په ضد صدارتي ریفرنس ته دبیا کتنې دعریضې اوریدنه دجج عمر عطاء بندیال په مشرۍ دسپریم کورټ درې کسیزې څانګې کړې چې په دغه مهال قاضي عیسا اؤ دهغې میرمنې محکمې ته خپل دلایل وړاندې کړي دي.

دپاکستاني رسنیو د رپورټونو له مخې قاضي فائز عیسا محکمې ته خپلو دلیلونو کې ویلي چې تیرکال په ۲۲م جون دقانون وزیر عدالت کې دهغه دمیرمنې په هکله یوه خبره کړې وه چې په هندو مذهب کې دخاوند له مړینې وروسته ښځه سوځېدلې پاتې شي اؤ دښځې پیژندګلو یوازې دهغې په خاوند کیږي.

هغه ویلي “دقانون وزیر په دې خبره ټولو ښځو ته سپکاوی کړی ،عدالت کې یې دروغ ویلي اؤ زه غواړم دغه دروغ مخې ته راوړم”

هغه ویلي د دوسیې ځنډولو دپاره یې پرله پسې عدالت نه دمقدمې ځنډؤلو غوښتنې هم شوي دي خو جج عطاء عمر بندیال قاضي فائز عیسا ته ویلي” ته چې کوم تورونه پورې کوې مونږ به هغې ته کتنه کوؤ”

قاضي فائز عیسا نوموړي جج ته ویلي هغه تورونه نه لګوي بلکې څه چې وایي دا دعدالتي ریکارډ برخه ده اؤ عدالت باید هغه پخپله طریقه د دلیلونو وړاندې کولو ته پریږدي.

د اوریدنې په مهال چې په یوه موقعه دقاضي فائز عیسا غږ لوړ شو نو جج عمر عطاء بندیال هغه ته خبرداری ورکړو چې خپل غږ باید ښکته وساتي ځکه چې دا عدالت دی.

قاضي فائز عیسا وویل “د دوؤ کالو راهسې زما پرسر تلوار راځوړند دی ،په جذباتې کیدو دعدالت څخه معذرت غواړم”

د دوسیې اوریدنې په مهال دقاضي فائز عیسا میرمنې عدالت ته ویلي چې لندن کې دهغوئ دجائیداد ریکارډ کې دفائزعیسا نوم نشته اؤ ددې جائیدادونو اخستو دپاره دپیسو په لیږد کې هم دهغې خاوند لاس نه لري.

هغې ویلي قاضي فائز عیسا په دې دوسیه کې فریق نه ؤ خو بیا م دهغې اؤ د اولادونو په ضد یې فیصله ورکړل شوه.

جج عمر عطاء بندیال ویلي قاضي فائز عیسا سپریم جوډیشل کونسل ته نه مخ کیدو نو ځکه یې دمیرمنې نوم دکونسل دننه روانو پلټنو کې مخې ته راغلی دی.

دجج په دې خبره قاضي فائز عیسا ویلي سپریم جوډيشل کونسل له هغه پشي شا کاروایي کړې ده اؤ هغه ددغې کارروایۍ نه وروسته صدارتي ریفرنس چیلنج کړی ؤ.

فائزعیسا ویلي دهغه دوسیه کې د ایف بي ار رپورټ نه ریاستي راز جوړ کړل شوی اؤ پټ ساتل شوی،حکومت غواړي چې په هره توګه وي خو چې هغه دخپل منصب نه ګوښه کړي.

په دغه مهال دسپریم کورټ په امر دسپریم جوډیشل کونسل سکتر دایف بي ار رپورټ محکمه کې جمع کړو اؤ جج عمر عطاء بندیال قاضي فائز عیسا ته ویلي چې هغه ته به هم ددې رپورټ نقل ورکول کیږي.

محکمې د دوسیې نوره اوریدنه تر سبا(نهې) ځنډولې ده.

تير کال سپريم کورټ په برتانيه کې دپټو پنګو اؤ جائیدادونو لرلو په تور دقاضي فاٸز عيسا په ضد دقانوني ګامونو اخستو په اړه جوړه حکومتي قضیه رد کړې وه.

خو ورسره بيا دسپرپم کورټ لس کسيزه بينچ کې اوؤ قاضيانو حکومتي ادارې ايف بى ار ته دبهرنيو جائیدادونو په معامله د فاٸز عيسا د زامنو او ښځې نه د پلټنو امر کړی ؤ.

جسټس قاضي فاٸز عيسا او د وکيلانو تنظيمونه دریځ لري چې سپريم جوډيشل کونسل دهیڅ یو قاضي د کورنۍ دغړو د احتساب واک نه لري او دوئ دبياکتنې دخواستونو دلارې دستر عدالت څخه ددغه قضیې یا ریفرنس په بشپړه دول دختمولو غوښتنه کوي.