BBC
 شاته

د هېلري کلنټن د برېښناليکونو پلټنه

په داسې حال کې چې امريکايان به ۱۰ ورځې وروسته د خپل نوي ولسمشر يا ولسمشرې ټاکلو لپاره د رايو صندقونو ته مخه کوي، د دغه هېواد د پلټونو فدرالي ادارې، اېف بي ای، په ډاګه کړې يو ځل بيا د هغو برېښناليکونو پلټنه او څېړنه کوي، چې د بهرنيو چارو وزيرې په توګه د هېلاري کلېنټن د دندې له زمانې سره تړاو لري.