شاته

د ګواښونو زیاتیدل؛ فرانسه خپل هیوادوال له پاکستان څخه وباسي

په ټول پاکستان کې د فرانسې پر ضد د تاوتریخوالي ډکو مظاهرو وروسته په پاکستان کې د فرانسې سفارت خپلو اتباعو او ددې هیواد شرکتونو ته سپارښتنه کړې چې په موقتي توګه له پاکستان څخه ووځي.

د فرانسې سفارت د پنجشنبې په ورځ اپریل ۱۵ (وري ۲۶) په یو پیغام کې په پاکستان کې اوسیدونکو فرانسویانو ته ویلي: "په پاکستان کې د فرانسې ګټو ته د جدي ګواښونو په دلیل فرانسویانو او فرانسوي شرکتونو ته سپارښتنه کیږي چې له دې هیواد نه په موقتي توګه ووځي."

خو د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد، د پنجشنبې په ورځ وویل: "ټول فرانسوي اتباع دلته مصؤون دي او هیڅ خطر یې نه ګواښي. زمونږ پولیس او ساتونکي د اوضاع د کنترولولو توان لري. "

خو بیا هم د فرانسې سفارت ته اضافي امنیتي پرسونل استول شوی او سره له دې چې د فرانسې سفارت په یو دپلوماتیکه امن ساحه کې موقعیت لري، د سفارت د بهرنیو دیوالونو په شاوخوا کې اضافي کانټینرونه ځای پر ځای شوي دي.

د بیان د ازادۍ د یوې برخې په توګه د اسلام پیغمبر ته د منسوب کارتون له خپریدو څخه د فرانسې د جمهور رئیس ایمانویل مکرون ملاتړ ددې سبب شو چې په لسګونو زره کسان په پاکستان کې پراخې مظاهرې وکړي او فرانسوي محصولات تحریم کړي.

سره له دې چې دغه مظاهرې پدې وروستیو کې راکمې شوې وې. خو د سخت دریځه اسلامپاله ډلې تحریک لبیک پاکستان مشر په پلازمینه اسلام آباد کې یو ځل بیا د لاریون غوښتنه کړې او له حکومت نه یې غوښتي چې د فرانسې سفیر له دې هیواد نه وباسي.

د تحریک لبیک مشر سعد رضوي د تیرې سه شنبې په ورځ له دغو څرګندونو څخه څو ساعته وروسته ونیول شو او د پاکستان حکومت د پنجشنبې په ورځ ددې ګوند فعالیتونه بند کړل.

د سعد رضوي نیول ددې سبب شول چې ددې ګوند د زرګونو پلویانو له لورې په ټول پاکستان کې له تاوتریخوالي ډکې مظاهرې وشي.

پدغو مظاهرو کې دوه پولیس منصبداران ووژل شول او څه دپاسه ۱۲۵پولیس ټپیان شول.

مقدساتو ته سپکاوی په پاکستان کې یوه بې حده حساسه موضوع ده؛ په هغه هیواد کې چې خلک په کې اسلام او یا اسلامي شخصیتونو ته د سپکاوي په وجه د مرګ په سزا محکومیږي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان هم د اسلن پیغمبر ته د منسوب کارتون له خپریدو څخه د فرانسې د جمهور رئیس د ملاتړ وروسته هغه پر اسلام باندې په برید تورن کړی و او د اسلامي هیوادونو نه یې غوښتي وو چې د هغه په وینا په اروپا کې د مسلمانانو د مخ په زیاتیدونکې ځپنې په وړاندې ودریږي.