شاته

افغانستان کې تازه د کرونا ۷۸ مثبتې پېښې ثبت شوي، دوه تنه مړه شوي

د کروناویروس د شمیرو په اړه د افغانستان د عامې روغتیا وزارت تازه راپور ښيي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د دغه هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د کروناویروس ۷۸ تازه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

دغه وزارت همداشان ویلي چې په دې موده کې په کروناویروس دوه اخته ناروغان مړه شوي دي.

د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس د تازه مثبتو پېښو له شمېرې ۲۶ یې په لغمان، ۱۴ په کابل او ۱۳ یې په ننګرهار کې ثبت شوې دي.

په دې سره په افغانستان کې په کروناویروس د ټولو اخته شویو کسانو شمېر ۵۷۶۱۰ تنو ته پورته شوی دی.

همداشان د روغتیا وزارت ویلي چې تراوسه په افغانستان کې په مجموعي ډول ۲۵۳۵ کسان له دغې ناروغۍ څخه مړه شوي دي او څه باندې ۵۲زره کسان بېرته روغ شوي دي.

د کروناویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ په ډسمبر کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا او په چټکۍ سره ټولې نړۍ ته ورسېد.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تراوسه په نړۍ کې څه باندې ۱۳۸میلیونه او ۳۰۲ تنه په کروناویروس اخته شوي چې له دې شمېرې کابو دوه میلیونه او ۹۷۴زره کسان مړه شوي دي.