شاته

ناټو: د مې په لومړۍ نېټې د ځواکونو ایستل پیلوو

وروسته له هغې چې د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د وتلو نېټه اعلان کړه، ناټو هم ویلي چې د مې په لومړۍ نېټې به له دغه هېواد څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو لړۍ پیل کړي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د چهارشنبې په ورځ ناوخته اپریل ۱۴ (وري ۲۵) په بروکسل کې خبریالانو ته وویل چې له افغانستان د عسکرو د ایستلو په تړاو د امریکا تصمیم ته په پاملرنې د ناټو د غړو هېوادونو د دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو هم په دې اړه بحثونه کړي دي.

هغه زیاته کړه چې د دغو بحثونو په پای کې تصمیم نیول شوی چې له افغانستان څخه د قاطع ملاتړ ماموریت د ځواکونو ایستل هم د مې په لومړۍ پیل شي.

خو د ناټو سرمنشي ټینګار کړی: "زموږ وتل به منظم، همغږي او په پوهاوي سره وي. موږ نیت لرو چې په څو میاشتو کې د ځواکونو ایستل پای ته ورسوو".

ښاغلي سټولټنبرګ خبرداری ورکړی چې د وتلو په بهیر کې د ناټو پر سرتیرو باندې د طالبانو هر ډول برید به له تند غبرګون سره مخ شي.

د ناټو سرمنشي ویلي چې دا تصمیم اسانه نه دی او له ګواښونو سره به مل وي خو زیاته کړې یې ده: "دا له افغانستان سره زموږ د اړیکو پای نه دی، بلکې د یو نوي څپرکي پیل دی".