شاته

غني: د ځواکونو د ایستلو په اړه د امریکا د تصمیم درناوی کوو

جمهور رئیس محمد اشرف غني وایي د امریکا د جمهور رئیس جو بایډن سره یې په ټیلیفون خبرې کړي.

د ښاغلي غني په ټویټر کې لیکل شوي: " د جمهور رئیس بایډن سره مې په ټیلیفون کې د سپټمبر د میاشتې په لومړنیو ورځو کې د افغانستان نه د امریکایي عسکرو د ایستلو په پریکړې خبرې وکړلې. د افغانستان اسلامي جمهوریت د امریکا د پریکړې درناوی کوی او د امریکایي شریکباڼو سره به په ښه توګه د انتقال په منظور همکاري کوي. "

جمهور رئیس اشرف غني همدرانګه لیکلي چې د امریکا او ناټو د همکارانو سره به د سولې په روانو هلو ځلو ګډ کار کوي.

ښاغلي غني ویلي چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه په بشپړه توګه د خپل هیواد او ولس د دفاع وړتیا لري او زیاته کړې یې ده چې "هغوي (افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه) د پخوا راهیسې دا کار کوي او افغان ولس به یې د تل لپاره شکر ګزاره وي"

د امریکا او افغانستان جمهور رئیسان پداسې وخت کې په افغانستان کې د امریکايي عکسرو په هکله خبرې کوي چې ټاکل شوې د امریکا جمهور رئیس جو بایډن په رسمي توګه د افغانستان نه د سپټمبر د میاشتې تر ۱۱مې نیټې د امریکایي عسکرو د ایستلو اعلان وکړي.

د طالبانو او د امریکا تر منځ د دوحې د سولې د تړون له مخې امریکا منلې وه چې ټول امریکایي عسکر به د مې د میاشتې تر لومړۍ نیټې د افغانستان نه وځي خو ښاغلي بایډن تیره ورځ د امریکا عسکرو د ایستلو نیټه بدله کړله.

امریکا پداسې وخت کې د افغانستان نه د خپلو عسکرو د ایستلو نیټه بدلوي چې ټاکل شوې د همدې میاشتې په ۲۴ مې د ترکیې د استانبول په ښار کې د افغانستان د سولې په هکله نړیوال غونډه جوړه شي.

طالبانو ویلي و چې که دا غونډه د اپریل د میاشتې په ۱۶ مې وشي دوي به پکې ګډون ونکړي خو وروسته یې وویل چې تر څو چې ټول بهرني ځواکونه د افغانستان نه وتلي نه وي دوي به په هیڅ داسې غونډې کې برخه وانخلي چې د افغانستان د سولې په هکله پکې خبرې کیږي.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د ناټو د متحدینو سره د سلا مشورو په خاطر اروپا ته تللی. ښاغلی بلینکن د ناټو د عمومي منشي سره په خبرو کې پدې ټینګار وکړ چې د امریکایي عسکرو تر څنګ به د ناټو ځواکونه هم د سپټمبر د میاشتې تر ۱۱ مې د افغانستان نه وځي.

بلینکن ویلي چې امریکا او ناټو په یو ځای افغانستان ته تللي، هلته یې د شرایطو د بدلیدو سره سم ځانونه عیار کړي او په یو ځای به راووځي.

امریکا اوس مهال په افغانستان کې شاوخوا ۲۵۰۰ عسکر لري چې افغان امنیتي ځواکونه روزي، سلا مشورې ورته ورکوي او همکاري ورسره کوي.