شاته

بایډن: د ځواکونو ایستل به د مۍ میاشتې په لومړۍ نیټه پیل شي 

د امریکا جمهور رئیس جو بایډن د چهارشنبې په ورځ اپریل ۱۴ (وري ۲۵) په خپله وینا کې وویل چې د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو ایستل به د مۍ میاشتې په لومړۍ نیټه پیل شي. خو بیا هم ښاغلي بایډن وویل چې دغه وتل به په بیړه نه وي.

هغه زیاته کړه چې د ځواکونو ایستل به مسولانه، په سنجیدلې او مصوونه توګه، د خپلو ټولو متحدینو او شریکانو سره په هم اهنګۍ ترسره شي.

د امریکا جمهور رئیس خبرداری ورکړ چې: "طالبان باید پوه شي کله چې مونږ وځوو که پر مونږ برید وکړي د خپل ځان او خپلو شریکانو څخه به په ټولو هغو وسایلو چې لرو یې دفاع وکړو."

ښاغلي بایډن وویل چې امریکایي او د نړیوالو شریکانو ځواکونه به د سپتمبر د ۱۱ د وحشیانه بریدونو د ۲۰ کالیزې دمخه له افغانستان څخه ووځي.

هغه وویل: "طالبانو سره به د خپلو ژمنو په اړوند حساب وکړو" تر څو تروریستانو ته اجازه ورنکړي چې د افغانستان د خاورې څخه د امریکا متحده ایالات او یا د هغه شریکان وګواښي.

د امریکا جمهور رئیس زیاته کړه چې د افغانستان حکومت هم د امریکا سره ورته ژمنه کړې ده.

بیا هم هغه وویل چې د ترهګرو ګواښونه به څاري.

جو بایډن زیاته کړه: "مونږ به د ترهکرۍ ضد قابلیتونه او خپلې اساسي منابع په سیمه کې بیا تنظیم کړو، تر څو د ترهګرو د بیا رامنځ ته کیدو مخه ونیسو چې زمونږ هیواد ته ګواښ دي."

ښاغلي بایډن وویل چې د امریکا ملي ستراتیژي د هغه په امر بدلیږي تر څو د تروریستانو پراخ ګواښونه نه یواځې په افغانستان کې بلکې په هر ځای کې چې رامنځ ته کیږي وڅاري.

ښاغلي بایډن همداشان وویل امریکایي ځواکونه د القاعده شبکې د جړلو د ایستلو لپاره افغانستان ته تللي وو او د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن ووژل شو او دغه ماموریت بشپړ شو.

هغه وویل: "مونږ نشو کولای چې په افغانستان کې د خپل پوځي شتون د اوږدولو او یا پراخولو لړۍ ته پدې هیله دوام ورکړو چې وتلو ته مطلوب وضعیت برابر کړو او د یوې مختلفې نتیجې ته انتظار واوسو."

ښاغلي بایډن زیاته کړې چې هغه د امریکا څلورم جمهور رئیس دی چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د شتون شاهد دی او نه شي کولای چې دغه مسولیت پنځم جمهور رئیس ته پریږدي.

د ښاغلي بایډن وویل چې په افغانستان کې به دپلوماتیکو او بشري فعالیتونو ته دوام ورکړي او د افغانستان د حکومت نه به د پرمختیایي، بشري مرستو، د ښځو او افغان نجونو د حقونو د ساتلو له لارې په دوامداره توګه ملاتړ وکړي.

هغه وویل: "مونږ به په پرله پسې توګه افغان ملي او امنیتي ځواکونو ته مرستې برابرې کړو. د خپلو شریکانو ترڅنګ مونږ شاوخوا ۳۰۰ زره پرسونل ته زده کړې کوو او تجهیز کوو یې، او هغوی په زړورتیا د خپل هیواد له لورې مبارزه کړې او د افغانستان د ولس څخه به په لوړه بیه دفاع وکړي."

هغه د سیمې له هیوادونو په ځانګړې توګه له پاکستان، هند، روسیې او چین څخه وغوښتل چې د افغانستان ملاتړ وکړي.

د امریکا جمهور رئیس زیاته کړې چې: "مونږ به د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو ملاتړ کوو، چې د ملګرو ملتونو له خوا پرمخ ځي."

ښاغلي بایډن دلیل ذکر کړی چې امریکایي ځواکونه د هغه وحشتناکو بریدونو په دلیل چې ۲۰ کاله مخکې شوي وو افغانستان ته تللي دي، خو دا نشي توجیح کیدای چې ولې باید په ۲۰۲۱ کې هم هلته واوسو.

جمهور رئیس بایډن زیاته کړه چې تر اوسه ۲۴۸۸ امریکایي سرتیري په افغانستان کې وژل شوي دي او ۲۰۷۲۲ تنه نور ټپیان شوي او ددې وخت رارسیدلی چې په افغانستان کې د امریکا جګړه پای ته ورسیږي او امریکایي ځواکونه هیواد ته راستانه شي.

هغه ویلي دي چې د طالبانو سره د جګړې پر ځای "مونږ باید پر هغو ننګونو تمرکز وکړو چې زمونږ راتلونکی موقف ټاکي."