شاته

افغانستان کې څه باندې ۱۰۰زره کسانو ته د کرونا ضد واکسین شوی

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي څه باندې ۱۰۰زره افغانانو ته د کروناویروس ضد واکسین شوی دی.

د دغه وزارت د معلوماتو په اساس د سل زره او ۸۳۹ کسانو له شمېرې چې ورته د کروناویروس ضد واکسین شوی ۶۷زره او ۶۰۰ کسان یې روغتیايي کارکوونکي دي.

د روغتیا وزارت ویلي چې کابو ۱۸زره او ۵۰۰ ښوونکي، څه باندې ۱۶۰۰ دولتي کارکوونکي، شاوخوا درې زره او ۶۰۰ بندیان او له ۱۹۰۰ زیات د رسنیو کارکوونکو ته هم د کرونا ضد واکسین شوی دی.

همداشان د روغتیا وزارت ویلي چې یو شمیر کوچیانو، راستانه شویو کډوالو او زیات عمر لرونکو کسانو ته هم یاد واکسین شوی دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستیال میرویس علیزي امریکا غږ ته وویل چې په لومړي پړاو کې د کروناویروس ۱۲۰زره ډوز واکسین افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته هم ځانګړي شوي دي.

په افغانستان کې د کروناویروس ضد واکسین د تطبیق چارې شاوخوا یوه نیمه میاشت وړاندې پیل شوي او ټاکل شوې چې په لومړي پړاو کې ۲۵۰زره کسانو ته دا واکسین وشي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د شمیرو په اساس په دغه هېواد کې د کروناویروس وبا له پیل څخه تراوسه ۵۶زره او ۹۴۳ کسان په دغې ناروغۍ اخته شوي دي.

روغتیا وزارت ویلي چې له دې شمېرې دوه زره او ۵۱۶ کسان مړه شوي او شاوخوا ۵۲زره بېرته ښه شوي دي.

کروناویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ په ډسمبر کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پيدا شو او په چټکۍ سره ټولې نړۍ ته ورسېد.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تراوسه په ټوله نړۍ کې څه باندې ۱۳۲میلیونه وګړي په کروناویروس اخته شوي چې له دې شمېرې کابو دوه میلیونه او ۸۷۵زره مړه شوي دي.