شاته

امریکا او ایران په اټومي تړون غیر مستقیمې خبرې مثبتې بللي

امریکایي او ایراني چارواکو په ویانا کې خبرې پداسې حال کې مثبتې بللي چې دواړه اړخونه او د ایران د ۲۰۱۵ کال د اټومي تړون نور لاس لیک کوونکي هیوادونه د تړون په بیا ارزونه بوخت دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس وویل د اوس لپاره د مستقیمو خبرو تمه نشته، خو په وینا یي «د امریکا متحده ایالات ورته تیار دي ځکه مونږ دپلوماسۍ ته تیار یو.»

هغه وویل چې د اتریش په پلازمینه ویانا کې خبرې «مهم ګټور ګام دی پداسې حال کې چې مونږ هڅه کوو ډاډمن شو چې ایرانیان د تړون پلي کولو ته اماده دي» چې د بندیزونو د لرې کیدو په بدل کې د ایران اټومي پروګرام محدودوي.

د امریکا متحده ایالات په ۲۰۱۸ کې د پخواني جمهور رئیس دونالد ټرمپ د واکمنۍ پر وخت د ایران د اټومي تړون نه ووتل او په ایران یې اقتصادي بندیزونه هم ولګول.

په غبرګږن کې یې ایران په اټومي تړون کې هغو ذکر شویو ژمنو ته شا کول پیل کړل چې د بندیزونو د لرې کولو په صورت کې یې باید عملي کړی وای. پدې ژمنو کې د غني شویو یورانیمو نه ذخیره کول او په لوړه کچه د یورانیمو د غني کولو بندول شامل وو.

امریکا او ایران دواړو خبرو ته د بیرته مخه کولو په هکله اشارې کړې وې، خو هر یو د لومړي ګام پورته کولو نه ډډه کړې.

د ایران د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال عباس عراقچي د سه شنبې د ورځې د خبرو پیل «مثبته غونډه» ګڼلې ده.

د ایران جمهور رئیس حسن روحاني د چهارشنبې په ورځ د کابینې په غونډه کې په تبصره کې ویلي چې دغه خبرې یو «نوی باب» دی او ټول ښکیل اړخونه دا مني چې اټومي تړون د مخ په وړاندې تګ یواځنۍ لار ده.