BBC
 شاته

ملګري ملتونه: سوریه کې دې پر ښوونځي برید وڅېړل شي

د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون غوښتي ژر تر ژره دې سوریه کې پر یوه ښوونځي د چهارشنبې د ورځې د برید په اړه پلټنې وشي. دغه برید کې تر ۲۰ ډېر ماشومان ووژل شول. روسیې لا پخوا ویلي چې نه دوی او نه هم د دوی متحد سوري دولت دا برید کړی.