شاته

اروپايي ټولنه د کرونا ویروس ضد واکسین پر صادراتو محدودیت وضع کوي

کرونا وبا د اروپایي ټولنې پر زاړه وارداتي او صادراتي سیستم اغېز کړی دی.

تمه ده چې نن د ۲۷ غړو هېوادونو دا ټولنه خپلې پرېکړې اعلان کړي چې کومو هېوادونو ته به د کرونا ضد واکسین نه‌لېږي او له کومو هېوادو به څومره واکسین واردوي.

اروپایي ټولنه تمه لري چې بریتانیا او نورو هېوادو ته د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د واکسین د صادراتو د مخنیوي لپاره نوي اصول وضع کړي.

اروپایي ټولنه په داسې وخت کې دې ته مخه کوي چې د واکسین چارې په دې ټولنه کې ورو مخته ځي او د کرونا درېیمې څپې دې هېوادو ته مخه کړې ده.

دا لایحه به د یوې مسودې په شکل نن اعلان شي. په دې کې بریتانیا او نور هغه هېوادونه چې واکسین تولیدوي په نښه شوي چې همدومره واکسین له اروپایي ټولنې ترلاسه کولای شي چې څومره دغه هېوادونه اروپایي ټولنې ته واکسین صادروي.

دا مقررارت داسې نه‌دي چې اروپایي ټولنه صادرات منع کوي، خو د دې له مخې حکومتونو ته واک ورکول کېږي چې دا صادرات محدود کړي یا لاس پرې ونیسي.

په دې مسوده کې د ټولو هغو هېوادونو نومونه شته چې په اروپایي ټولنه کې نه‌دي، یا د اروپایي ټولنې هېوادونو ته نږدې پراته دي او پخوا د اروپایي ټولنې د صادراتو بندیزونه پرې نه‌و لګېدلي.

د کرونا ویروس ضد واکسینونه
د کرونا ویروس ضد واکسینونه

د اروپایي ټولنې د کرونا ضد واکسین کمپاین له ځنډ او خنډ سره مخامخ شوی دی چې په پراخه کچه دا مسئله د سیاسي لانجې لامل شوې ده.

اروپایي ټولنه ۴۲ ملیونه دوزه واکسین تر ۳۰ ډېرو هېوادونو ته صادروي او د اروپایي ټولنې د ۲۷ غړو هېوادونو ترمنځ ۷۰ ملیونه دوزه صادرېږي.

بریتانیا تر ټولو ډېر واکسین له اروپایي ټولنې ترلاسه کوي، خو د فبروري او مارچ په میاشتو کې یې د اروپایي ټولنې هېوادونو ته واکسین نه‌دی صادر کړی.

د نویو اصولو له مخې به اروپایي ټولنه د هغو کمپنیو د صادراتو مخه هم ونیسي چې له تړون سره سم‌یې خپله درې میاشتنۍ ژمنه نه‌وي پر ځای کړې.

دغه ډول اقدامات به استرازینیکا او جانسن انډ جانسن کمپنۍ اغېزمنې کړي چې د واکسین د صادراتو په برخه کې یې د ځنډ خبر ورکړی دی.

مثلاً استرازینیکا د روان کال په لومړیو درې میاشتو کې د ۱۰۰ ملیونه دوزه واکسینونو ژمنه کړې وه چې څلورمه برخه‌یې هم نه‌ده استولې. همداراز به په اروپا کې دننه د واکسین جوړولو ټولې کمپنۍ اغېزمنې شي، مودرنا او فایزر بایو اېن تیک هم اروپا ته د واکسین په چمتو کولو کې ځنډ کړی دی. البته تمه ده چې د کال د لومړیو درې میاشتو کې له ژمنې سره سم به دا کمپنۍ خپله برخه واکسین چمتو کړي، خو اروپایي ټولنه د کال په اوږدو کې ځنډ او خنډ نه‌مني.