شاته

HRW: افغان دولت او نړیوال ملاتړي یې د سولې بهیر کې د ښځو بشپړ ګډون کې پاتې راغلي

د بشر حقونو څار بنسټ (هیومن رایټس واچ) د افغانستان دولت او نړیوال ملاتړي یې تورن کړي چې د سولې بهیر کې د ښځو د بشپړ ګډون یقیني کولو کې پاتې راغلي دي.

دغه بنسټ د سولې په تړاو د مسکو په ناسته کې د افغانستان له لوري د یوې ښځې د انتخاب په غبرګون کې دا تور لګولی دی.

د بشر حقونو څار بنسټ په یوه راپور کې، دغه کړنه، د ښځو د هڅو پر وړاندې په وروستیو دوو لسیزو کې "وحشتناکه نه‌پاملرنه" بللې ده.

د دغه بنسټ د ښځو برخې مسؤلې هیدر بار د سولې په پروسه کې د ښځو په کمرنګ‌والي انتقاد کړی او ویلي یې دي چې د افغانستان حکومت باید اجازه ورنه‌کړي چې په راتلونکې ناسته کې دغه تجربه تکرار شي.

اغلې بار زیاتوي: "د افغانستان مشران باید اطمینان حاصل کړي چې ښځې د سولې د پروسې د هرې مرحلې بشپړې ګډون‌والې دي او اجازه دې نه‌ورکوي چې د مسکو ناسته نوی معیار او حتی تر ټولو ټیټ معیار وګڼل شي. په ټوله نړۍ کې څېړنو ښودلې چې د ښځو ګډون په سوله کې بریالیتوب او پایداري ده، نو د ښځو په حذفولو سره به ټول افغانان له ماتې سره مخ شي."

افغان حکومت د دغه انتقاد په غبرګون وايي، د مسکو د ناستې ګډونوال د روسیې له‌خوا انتخاب شوي وو، خو د ترکیې په ناسته کې به د ښځو ونډه غوښنه وي.

د مسکو په ناسته کې د افغانستان د دولت په ۱۲ کسیز پلاوي کې یوه مېرمن، اغلې حبیبه سرابي شامله وه.

دا په داسې حال کې ده چې د قطر په ۲۰ کسیز پلاوي کې بیا څلور ښځې دي او د طالبانو په پلاوي کې خو ټول نارینه دي.

د ښځو د حقونو فعالان وايي، د افغانستان د سولې خبرې چې د اپرېل په میاشت کې په ترکیه کې کېږي که د مسکو د ناستې تجربه په‌کې تکرار شي، د ښځو حقونه به په هرې هوکړه کې له خطر سره مخ شي.

شکریه بارکزی
شکریه بارکزی

په ناروې کې د افغانستان مخکېنۍ سفیره او د ښځو د حقونو فعاله شکریه بارکزۍ وايي: "په کورنیو او بهرنیو لویو سیاسي ناستو کې د ښځو حضور مهم دی، هم د افغانستان سیاسیون او هم هغوی چې له افغانستان نه بهر د سولې د خبرو کوربه‌توب کوي باید د افغانستان ښځې د افغانستان د ټولنې د مهم او انکار نه‌منونکي عنوان په توګه ومني."

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون هم د سولې په مذاکراتو کې د ۳۰ سلنه ښځو پر ګډون ټینګار کوي.

د دغه کمیسیون ویاند ذبیح‌الله فرهنګ ازادي رادیو ته وویل، د سولې بهیر یاید پراخ او د سیاسي مشرانو په انحصار کې نه‌وي.

ښاغلي فرهنګ زیاته کړه: "د سولې د بهیر پراخوالی، د بشر حقونو تلپاتی محور، عدالت او د ټولو افغانانو د بشر حقونه زموږ حتمي ملاحظات دي چې باید د سولې په بهیر کې په پام کې ونیول شي."

ذبیح‌الله فرهنګ
ذبیح‌الله فرهنګ

په قطر کې د سولې د خبرو د پلاوي یو غړی غلام فاروق مجروح وايي، دغه پلاوی په ټولو ناستو کې، د ښځو د لاسته راوړنو ملاتړ کوي او د ترکیې په ناسته کې به د ښځو ونډه ډېره وي.

ښاغلی رنجبر زیاتوي: "د ترکیې ناسته چې په راتلونکو څو ورځو کې به جوړه شي، د محتوا او پراختیا له اړخه به د مسکو له ناستې سره توپیر ولري. هیله‌مند یم د ښځو ونډه په‌کې ډېره وي."

غلام فاروق مجروح
غلام فاروق مجروح

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ۱۳۲۵ پرېکړه‌لیک کې هم د سولې او امنیت په ساتلو کې د ښځو پر برابر مشارکت ټینګار شوی دی.

که څه هم په وروستیو دوو لسیزو کې د ښځو د مناسبو حقونو لپاره چې د سیاست او سولې په برخو کې دي، ډېرې پيسې لګېدلي خو د ښځو د حقونو فعالان اوس هم له طالبانو سره په خبرو کې د خپلو لاسته راوړنو د له‌منځه تللو اندېښنې لري.

اړوند مطالب