BBC
 شاته

امریکایی چارواکی: د شمالي کوریا اټومي پروګرام بندېدو هدف په اوسني سیاست نه ترلاسه کېږي

د امریکا ملي استخباراتو ادارې مدیر جیمز کلېپر ویلي؛ د اټومي پروګرام پرېښودو ته د شمالي کوریا هڅولو لپاره د امریکا پالیسي ښایي هدف ته ونه رسېږي. د امریکا بهرنیو چارو وزارت په غبرګون کې ویلي د شمالي کوریا په تړاو ددوی سیاست پر خپل ځای دی.