شاته

د ښځو په نړیواله ورځ‌ افغان مېرمنو سره د خشونت بندولو غوښتنه

د مارچ اتمه د ښځو نړیواله ورځ ده.

په همدې حال کې په افغانستان کې د ښځو د ملاتړ بېلابېلو بنسټونو په دغه هیواد کې د سولې ټینګېدو او جګړې ختمېدو غوښتنه کړې ده.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي، په تیرو دوو لسیزو کې افغان مېرمنو په ساسي، ټولنیز او اقتصادي برخو کې د پرمختګونو سره سره، بیا هم اوس مهال په بېلابېلو برخو کې ستونزې لري.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشرې شهرزاد اکبر د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت وویل چې افغان مېرمنې په ناوړه شرایطو کې ژوند کوي.

نوموړې زیاته کړه: "په افغانستان کې ښځو ستونزمن کال درلود،د ۲۰۲۱ کال پيل هم د افغان مېرمنو لپاره له ستونزو سره و، په ځانګړي ډول هغه ښځې چې په سیاسي او ټولنیزو برخو کې ونډه لرله، د نوي میلادي کال له پيل څخه شپږ افغان مېرمنې په دې خاطر چې ټولنیز فعالیت یې درلود وژل شوي دي."

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم په یوې اعلامیې کې له مذاکراتي لوریو، د مصالحې عالي شورا، د بشري حقونو فعالانو، مدني ټولنو او نړیوالې ټولنې څخه غوښتي چې د سولې بهیر کې د ښځو غږ واوري.

په اعلامیه کې راغلي: "ښځې بايد د سولې پروسې په ټولو پړاوونو لکه، تصميم نيونه او پلان جوړونه، د خبرو اترو په بهير او د سولې د هوکړه ليک په تطبیق کې ګډون ولري او د دوی اندېښنې، غوښتنې او وړانديزونه واورېدل شي."

د بشري حقونو کمېسیون د ښځو د برخې کمېشنرې شبنم صالحي هم وویل چې په ټولو برخو په ځانګړي ډول د سولې په بهیر کې د ښځو یو ډول ونډه د کمېسیون له اصلي غوښتونو څخه ده.

یاد کمېسیون ټینګار کړی چې نه یوازې داچې د سولې په بهیر کې د ښځو حقوق تر پښو لاندې نشي، بلکې د عدالت ټینګېدل، د قربانیانو حقوقو ته ځواب ورکول باید د سولې بهیر «اصلي محور» وي.

له بشري حقوقو، د خلکو د سیاسي ازادۍ، دیموکراتیک اصولو څخه دفاع، اوربند ټینګېدل له مذاکره کوونکو پلاوو څخه د بشري حقونو کمېسیون له نورو غوښتونو څخه وې.

د افغان ښځو شبکې او د ښځو ایتلاف هم د مارچ اتمه د ښځو نړیواله ورځ د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ختمولو په برخه کې د اواز پورته کولو مهم فرصت بللی دی.

دغه شبکې پخپلې اعلامیې کې ویلي چې افغان مېرمنې تیر ته نه ګرځي او د سولې په بهیر کې د ښځو پر ونډې باندې ټینګار کړی دی.