شاته

د بلینکن لیک ته د صالح غبرګون: نه اندېښنه لرو او نه مو دریځ بدل شوی

د افغانستان د جمهوري ریاست لومړی مرستیال امرالله صالح ولسمشر غني ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د لیک استول تائیدوي، خو وايي چې دغه لیک به د سولې په تړاو د افغان حکومت دریځ‌بدل نکړي.

امرالله صالح د دوشنبې په ورځ مارچ اتمه (کب ۱۸) د مارشال محمدقسیم فهیم په اوم تلین کې وویل امریکایان او لویدیځ هیوادونه د دې حق لري چې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د برخلیک په اړه تصمیم ونیسي او له طالبانو سره خبرې وکړي.

هغه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر لیک ته په اشارې وویل: "د زعامت جوهر په همدې شېبو کې معلومېږي، چې له لیک، بم، دسیسې او غوغا څخه ونه ډارېږي، ونه لړزېږي او په اصل ودرېږي. موږ له دې لیک څخه نه اندېښنه لرو، نه زموږ په دریځ کې بدلون راغلی او نه به راشي."

نوموړي په افغانستان کې انتخابات د سیاسي واک د لېږد لپاره یو اصل وباله او ویې ویل چې افغان حکومت به په هیڅ حالت کې خلک د رایې د ورکولو له حق څخه بې‌ برخې نه کړي.

ولسمشر غني‌ته لیک

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې کابل ته د زلمي خلیلزاد د سفر په مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني ته په یو استول شوي لیک کې ګواښ کړی که د سولې د بهیر د چټکتیا لپاره وړاندیزونه ژر ونه ارزول شي ښايي په یوازې سر د طالبانو له ګواښ سره مخ شي.

د امریکا غږ د دغه لیک یوه کاپي ترلاسه کړې ده. په لیک کې راغلي: "ښاغلی جمهور رئيس باید تاسو ته روښانه کړم چې په واشنګټن کې زموږ د سیاست د ارزولو په دوام، متحده ایالاتو هیڅ انتخاب منتفي کړی نه دی، موږ د ځینو نورو انتخابونو د ارزونې برسیره، د مۍ میاشتې تر لومړۍ نېټې د ټولو نړیوالو سرتیرو ایستل هم ارزو."

بلینکن د امنیتي وضعیت د خرابېدو د ګواښ په اړه چې ممکن طالبان زیاتې سیمې ونیسي ویلي: "زه دا ستاسو لپاره روښانه کوم، ترڅو د هغو ټولو کارونو په اړه چې په دغه لیک کې ذکر شوي دي، زما تونده لهجه درک کړې."

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه ویلي چې له ترکیې څخه غوښتل شوي چې راتلونکې اونیو کې د دوحې توافق د نهايي کولو په هدف د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ په لوړه سطحه د یوې ناستې کوربتوب وکړي او له جمهور رئيس غني څخه یې غوښتي چې خپل استازی دغه ناستې ته واستوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر بلینکن له ښاغلي غني څخه غوښتي چې په راتلونکو اونیو کې له خپلو سیاسي سیالانو او نورو سره د یوې ګډې جبهې د رامنځته کېدو په اړه چې افغانان هغه «ټولشموله او معتبره» وبولي کار وکړي.

بلینکن جمهور رئیس غني ته ګواښ کړی چې د افغان مشرانو ترمنځ بې اتفاقي به د ۹۰ لسیزې په شان ناورین لرونکی پیغام ولري او باید بیا تکرار نشي.

په دغه لیک کې له ولسمشر غني څخه غوښتل شوي چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد وړاندیزونو ته په «رغوونکي موقف» سره پراختیا ورکړي.