شاته

افغانستان سره د کروناویروس د ۴۶۸زره ډوزه واکسین مرسته

یونیسف د اروپايي ټولنې په مالي ملاتړ او د کواکس پروګرام په همکارۍ له افغانستان سره د کروناویروس ۴۶۸۰۰۰ ډوزه واکسین مرسته وکړه.

کواکس یو له هغو پروګرامونو څخه دی چې د بېوزلو هېوادونو لپاره د کروناویروس د واکسین په برابرولو کې مالي ملاتړ جلبوي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح د دوشنبې په ورځ د مارچ په اتمه (کب ۱۸) د دغو مرستو د ترلاسه کولو په مهال وویل چې دا مرسته د کواکس د هندي شرکت له لارې برابره شوې ده.

ښاغلي مجروح دغه راز وویل چې د واکسین نړیوال ایتلاف له افغانستان سره د کروناویروس د واکسین د ۱۶ میلیون ډوز مرستې ژمنه کړې ده.

هغه زیاته کړه: "په پرله پسې توګه به نورې محمولې هم افغانستان ته ورسېږي. په دې سربیره د افغانستان دولت او د روغتیا وزارت هڅه کوي چې له ۱۶میلیونو څخه نیولې تر ۳۲ میلیونه ډوز واکسین چې د ار تي اف له لارې د مختلفو مالي سرچینو او اسیا پراختیايي بانک په مرسته برابر شوي، وپیرو".

د افغانستان د روغتیا وزارت سرپرست وویل چې د کروناویروس د واکسین د تطبیق په دویم پړاو کې به د ښوونځیو او پوهنتونونو استادان واکسین شي.

د ښاغلي مجروح په وینا د کروناویروس د واکسین د تطبیق په لومړي پړاو کې روغتیايي کارکوونکي، پوځیان او خبریالان واکسین شوي دي.

افغانستان کې د یونیسف استازې شیما سن ګوپتا وویل چې د دغو واکسینونو په تطبیق سره به په افغانستان کې د ښوونکو او استادانو په ګډون ۲۳۴زره وګړي د کروناویروس ناروغۍ په وړاندې وقایه شي.

هغې وویل: "افغانستان چې له دې وړاندې د څو لسیزو له ناامنیو او جګړو څخه اغیزمن شوی دی د دې لپاره چې له کوید ۱۹ سره د مبارزې په برخه کې له نورو هېوادونو څخه شاته پاتې نشي، د نړیوالې ټولنې دوامداره ملاتړ ته به اړتیا ولري".

په افغانستان کې تراوسه د کروناویروس څه ۵۵۰۰۰ مثبتې پېښې ثبت شوي، چې له دې شمېرې دوه زره او ۴۵۱ کسان مړه شوي او کابو ۴۹زره او ۵۰۰ کسان ترې بېرته روغ شوي دي.

کروناویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ په ډسمبر کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې خپور او په چټکې سره په نړۍ کې په یوې مرګونې ناروغۍ بدل شو.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تراوسه په نړۍ کې څه باندې ۱۱۶میلیون وګړي په کروناویروس اخته شوي او کابو دوه میلیون یې مړه شوي دي.