شاته

د پاکستان په سمندري ځواکونو برید شوی دی

وسله والو کسانو د بلوچستان په ګوادر کې د پاکستان د سمندري ځواکونو په یوموټر برید کړی د، یو سرتیری یې وژلی او دوه یې ټیان کړي.

پاکستاني مقاماتو د یکشنبې په ورځ مارچ اوومه (کب ۱۷) وویل چې وسله والو کسانو د بلوچستان په ګوادر کې ددې هیواد د سمندري ځواکونو پر یو موټر برید کړی یو سرتیری یې وژلی او دوه یې ټپیان کړي دي.

د بلوچستان یو ایالتي وزیر ظهور بولیدي امریکاغږ ته ویلي چې بریدګرو د جيواني په ساحلي سيمه کې د پاکستان د سمندري ځواکونو پر موتر په اتوماتیکو وسلو برید کړی دی. هغه دغه پیښه یو ترهګریز برید بللی دی.

په دغه سیمه کې یوه چینایي کمپنۍ دیره ده چې د ګوادر بندر د جوړولو چارې پرمخ بیایي، کومه پروژه چې د چین-پاکستان د اقتصادي دهلیز د ملیاردونو ډالرو د اقتصادي نوښت یوه برخه ده.

د بلوچستان د ازادۍ اردو په نامه ډلې چې د امریکا متحده ایالات یې د نړیوالې ترهګرې ډلې په توګه ګڼي ددغه برید مسولیت منلی دی. دې ډلې ویلي چې په برید کې د پاکستان د سمندري ځواکونو څلور منصبدار وژل شوي او دوه تنه ټپیان شوي دي.

د تیرې چمعې په ورځ هم په بلوچستان کې په یوه بمي چاودنه کې پنځه کارګران وژل شوي وو او د دوو امنیتي کسانو په ګډون پنځه ټپان شوي وو. د برید مسولیت چا نه و اخیستی خو پاکستاني مقاماتو یې پړه د بلوچستان د ازادۍ پر اردو او ددې ډلې پر متحدینو اچولې وه.

د سپیک CPEC په نامه د چین-پاکستان د تجارتي دهلیز په پروژې باندې چین تراوسه ۳۰ میلیارد ډالر لګولي چې زیاته برخه یې مستقیمې پانګونې دي او پرې یې د بریښنا د تولید کارخانې، د کوادر بندر او د بلوچستان د وروسته پاتې ایالت په ګډون د پاکستان د سړکونو جوړول او رغول شامل دي.

پاکستاني مقامات هند د بلوچستان د ازادۍ د جلاغوښتونکو سره په مرستې تورنوي چې ددغې پروژې مخه ونیسي، خو هند تل دغه ډول تورونه رد کړي دي.