شاته

ملاله: يولس کلنه وم چې طالبانو مې سکول په سوات کې وتړلو 

د امريکا يوې څېړنيزې ادارې ته د نوبل امن جاېزې ګټونکې ملاله يوسفزۍ څرګندونه کړې چې “ دا د کال 2009 د جنورۍ 15 و چې سحر پاسېدم نو خبر شوم چې طالبانو سکولونه بند کړل او زه سکول ته نه شوم تللی. ټوله ورځ مې وژړل”.

د ملاله يوسفزۍ پلار ضياالدين يوسفزي خپل شخصي سکول خوشحال پبلک سکول په مينګوره کې په داسې وخت او ګرانه کې د زده کونکو د پاره خلاص ساتلی و چې په سوات کې مولانا فضل الله د جينکو په تعليم بندېز اعلان کړی و او په سوات کې يې د سلګونو سکولونو په باردو د الوزولو ذمه واري هم منلې وه.

د دستورې چارې او د ملاله سره تپوس ځواب دا ناسته د ياد څېړنيز مرکز غړي شجاع نواز په مشرۍ کې وشوه.

ملاله په خپل کتاب زه ملاله يم کې ليکي چې د زدکړې سره يې دومره مينه وه چې سره د طالبانو د دړکې دې به د سکول يونيفارم نه اغوستلو او په عامو جامو کې به يې بسته د څادر لاندې پټه وړه خو سکول ته به تله.

ملاله او د هغې مور تورپېکۍ
ملاله او د هغې مور تورپېکۍ

د دې وروستو ملاله يوسفزۍ د جينکو د تعليم په اړه يو کمپين پيل کړو او په بي بي سي کې يې د ګل مکۍ په نوم د هغه وخت د سوات د حالاتو په اړه معلومات خورول پيل کړل چې اخر د پاکستاني پوځي اپرېشن په نتيجه کې د پاک شوي سوات په زړه مينګوره کې د طالبانو په ‌‌‌‌‌‌ډزو په کال 2012 د اکتوبر په 9 يې د وژلو هڅه وشوه خو د سختې ژوبل کېدو وروستو ژوندۍ پاتې شوه او د برطانيه ښار برمينګم هسپتال ته ورسولی شوه چې ژوند يې وژغورل شو.

ملاله يوسفزۍ وايي که د نړۍ اقتصاد، چاپېريال او ترقي غواړئ نو جينکو له تعليم ورکړئ او دا دې د وخت د حکومت دنده شي چې د دولسم کلاس پورې دې وړيا او د نړيوال معيار سره سياله پوهه ورته ورکړل شي.

ملاله وايي چې ښځه د پلار په کور، د خاوند په کور او لا بيا د طلاق وروستو په نورو بار شي او ځکه چې دا يواځې د تعليم نيشتوالی دی چې بوج په نورو بار شي ګني د دې په خيال تعليم يې دغه ازادي په برخه کولی شي.

ملاله وايي د نړۍ په ‌‌‌‌‌‌ډېرو هېوادونو کې د جينکو د تعليم د تبليغ او مرستو سره سره په پاکستان او افغانستان کې يې هم د ملاله فن‌‌‌‌‌‌ډ د لارې مرستې کړي.

اغلې يوسفزۍ وايي په ميلنونو جينکۍ د سکولونو نه په شپږم اووم کلاس کې اوځي او لا يې په وړوکوالي واده وشي او لا د پښتنو د ټولنيز دود دستور ښکار شي او وايي د يو رپورټ تر مخه نزدې 13% جينکۍ د نهمه پورې سبق پوره کوي.

ملاله، چا چې د نوبل جاېزې په ورکړل شوي پيسو په خپل کور کلي شانګله کې يو د معيار ايښودلو تعليمي اداره جوړه کړې وايي “حکومتونه که په پاکستان کې مرکزي وي او که د صوبې وي دې د دولسم کلاسه پورې معياري تعليم د ټولو د پاره ويړيا کړي او جينکو له دې ځانګړتيا ورکړي”.

د يو تپوس په ځواب کې چې په ټولنه کې بايد جينکۍ څه وکړي نو ملاله وايي جينکۍ دې په خپل ځان باور وکړي او چې کوم خوبونه ويني دا دې په مخه وړي او د دوی لاره څوک هم يې هم نيولی نه شي.