شاته

په بلوچستان کې بم چاودنې پنځه کارکوونکي وژلي

د بلوچستان په سوۍ ضلع کې بم چاودنې پنځه کارکوونکي وژلي او څلور نور یې زخمیان کړي دي.

د سبي مرستيالې کمشنرې ثنا ماه جيبين په خبره چاودنه له سوۍ ښار څخه دېرش کیلومتره ليري د بابر کچ د تندوري په سیمه کې هغه مهال وشوه چې د مزدورانو یو ګاډی د سړک په غاړې ښخ یو ماین سره ټکر شو۔

ماجبين زياته کړه په ټپيانو کې دوه د امنيتي ځواک ايف سي سرتيري هم شامل دي، دوه ټپيان يې د سوی پوځي روغتون او دوه يې کوټې ته د درملنې لپاره وړي دي۔

"د چاودنې په ترڅ کې اول څلور کارکونکي ځای پر ځای مړه شوي وو، بيا يو بل کارکونکی د کاري ټپو له عمله مړ شو، د مړو شمېر پنځه دی، دا مزدوران دي او تعلق يې د پنجاب له چيچه وطني سيمې څخه دی، دوی هلته له ايف سي ځواک سره د بجلۍ لاينونه جوړول او نور کارونه کول"۔

د بلوچستان اعلی وزير جام کمال د يادې پېښې غندنه کړې او د سوۍ و ضلعي انتظامي چارواکو ته يې په پيښه کې د ککړو بريدګرو د نيولو امر کړې، د حکومت لخوا په جاري کړل شوي بيان کې ليکل شوي چې د بې ګناه خلګو په نخښه کونکي د يو ډول رعايت حق نلري۔

د يادې پېښې زمه واري د رپورټ د جوړولو تر وخته کوم چا نده منلې۔

د بلوچستان ايالته په زياتره بلوڅ ميشتو سيمو کې په تیرو وختونو کې هم دې ته ورته بریدونه شوي چې زياتره وخټ يې زمه واري بېلا بېلې بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډلې پر غاړه اخلي۔

  • 16x9 Image

    حفیظ الله شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.