شاته

د کېتلک مسلک مشر پوپ فرانسېس عراق ته رسېدلی

د عیسايي مذهب د کېتلک مسلک تر ټولو لوی مذهبي مشر پوپ فرانسېس د جمعې په ورځ عراق ته ورسېدو چې د کېتلک کلیسا لومړی مشر دی چې د پېغمبر ابراهیم د زېږون ځای سفر کوي. ځای ته لومړی

په دنیا کرونا وایرس د خپرېدو نه پس دا لومړی ځل دی چې پوپ فرانسېس د بل ملک دوره کوي او د هغه سره په سفر تلونکي ټولو کسانو ته د کرونا وایرس په ضد وېکسین ورکړی شوی دی.

د عراق وزیراعظم مصطفا خادمي د پوپ فرانسېس هرکلی کوي
د عراق وزیراعظم مصطفا خادمي د پوپ فرانسېس هرکلی کوي

که څه هم د پوپ همسفرو د وېکسین ورکړی شوی خو په عراق کې د کرونا وایرس کېسونه زیات شوي او دا ویره هم موجود ده چې د پوپ سره ملاقات کوونکي به د سماجي فاصلې بدیزونه د پامه وغورځوي.

په عراق کې د وېټېکن سفیر ارچ بشپ متجا لېسکوار د کرونا ټېسټ مثبت موندل شوی او خپل ځای یې کوارنټېن کړی خو پوپ د دې باوجود هم د عراق د سفر فېصله وکړه. عراقي ولس ته په وډیو خپل پېغام کې فرانسېس وویل د ډیر وخت راهسې یې دوی سره لېدل غوښتل، چې د دوی مخونه ووېني او په هغه ځمکه وګرځې چې د تهذیب بې مثاله ځانګوده.

پوپ وویل عراق ته د یو داسې زیارت کوونکي په څېر ورغلی چې د تېرو څو کلونو د جنګونو او ترهګرۍ نه پس د معافیت او مفاهمت غوښتنه کوي. هغه ځان د امن او ورولۍ زیارت کوونکی وبللو ویې وېل چې غواړي د نورو مذهبونو او روایاتو خلکو سره د بابا ابراهیم په خاوره لیدل وکړي چې د مسلمانان، یهودیان او عیسایان د یوې کورنۍ په توګه رایوځای کوي.

پوپ فرانسيس په بغداد کې د سیده النجاه کلیسا ته ورغلو
پوپ فرانسيس په بغداد کې د سیده النجاه کلیسا ته ورغلو

د وي او ای رپورټ وايي عراق ته د پوپ ع سفر به د ملک عیسايي ټولنې ته داعش دلاسه د ځورېدو وروسته حوصله ورکړي. په عراق کې د عیسايي مذهب منونکو شمېره ۳۰۰۰۰۰ راکمه شوي ده. پوپ په خپل پېغام کې وویل د هغه دپاره به دا د افتخار خبره وي چې د "شهید کړی شوي کلېسې" سره وويني. هغه وویل په عراق کې اوس هم ګڼ شمېر داسې خلک دي چې په سترګو کې یې د تباه شویو کورونو او کلېسو عکسونه پراته دي او په زړونو کې یې مات زړونه او وېجاړ کورونه دي. د وېټېکن چارواکو ویلي په عراق کې د پوپ د امنیت یا د سکیورټي انتظاماتو نه مطمین دي.

پوپ د عراق يو شمېر ښارونو ته د تګ اراده لري چې پکې موصل، اربیل او د کراکوش ښارونه هم شامل دي. کراکوش د بخدیدا په نامه هم یادیږي.

پوپ به په نجف کې د ایت الله علي سیستاني سره هم وېني
پوپ به په نجف کې د ایت الله علي سیستاني سره هم وېني

پوپ به أور یا تل المقير ته هم ورځي د پېغمبر ابراهیم د زېږون ځای دی.

عراق ته د پوپ د سفر یو اهم پړاو د نجف ښار ته د هغه ورتګ او هلته د ایت الله علي سیستاي سره د هغه ملاقات دي.