شاته

د افغانستان په بدخشان ولایت کې واورې دلاسه ۱۴ کسان مړه شوي

د افغانستان په بدخشان ولایت کې د واروې د ښوېدلو له امله ۱۴ کسان مړه شوي او ګڼ شمېر نو بې درکه شوي دي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه دغه پېښه د زیارت، پنچشنبې، په ورځ د بدخشان په رېګستان ولسوالۍ کې شوي دي.

د ولایتي حکومت ترجمان نیک محمد ویلي د رېګستان ولسوالۍ زرنداب کلی د طالبانو د ولکې د لاندې دی چې له امله یې په امدادي کار کې خڼدان راولاړېږي. هغه وویل د سیمې سره مواصلاتي رابطه قطع شوي ده او دا نه ده معلومه چې د واورې د ښوېدو په پېښه کې مړه شوي کسان د مقامي کلي خلک دي او که د سیمې په درنګونو کې سره زر لټونکي دي.

د لایتي شورا مشر ډاکټر بشیر صمیم وویل زرنداب څخه ترلاسه شوي معلومات ابتدايي دي او ممکنه ده چې د واورې د ښوېدو په پېښه کې د مړه شویو کسانو تعداد زیات وي.

په کال ۲۰۱۹ کې په بدخشان کې د یو درنګ د غورځیدو په پېښه کې هم ګڼ شمېر کسان مړه شوي وو.

د وي او ای رپورټ وايي په افغانستان کې په درنګونو زیاتره حفاظتي انتظامات ډیر نه وي.