ډبليو ايچ او: د کال 2050 پورې به هر څلورم تن په غوږونو دروند شي
جېنوا- وړلډ هېلت ارګناېزيشن (ډبليو ايچ او) وايي د صحت د اسانتياو نيشتوالی، غربت او د ابادۍ ډېرېدل به د کال 2050 پورې تر 2.5 بيلين خلک د اورېدو د ستونزې سره مخ کړي چې په نړۍ کې به په هر څلورو تنو کې يو تن ترې اغېزمن شي.
ډبليو ايچ او د نهې لا سه شنبې په ورځ د اورېدو د مسلې په اړه په خپل وړومبني نړيوال رپورټ کې په ملکونو غږ وکړو چې د دې د مخنيوي او علاج د پاره دې ځانګړې سرمايه کاري وکړي.
د ستونزې په اړه په دې رپورټ کې ويلي شوي چې د ډېرو مسلو د علتونو لکه زخم جوړېدل، ناروغتياوې، پيدايشي نقصونه، شور او د ژوند ژواک د طريقو په بدلولو يې مخنيوی کېدلی شي.
د رپورټ د حساب کتاب د مخه د دې د مخنيوي د پاره به په هر تن 1.33 امريکاي ډالر د کال خرڅ کول غوړي.
رپورټ وايي د دې برعکس نزدې يو ټريلين ډالره هر کال ضايع کيږي ځکه چې د مسلې حل ته سمه کتنه نه کيږي او زياتوي:
“په ګام اخستلو کې پاتې راتلل به د هغه خلکو صحت او روغتيا ته ډېر ګران پرېوځي څوک چې ترې متاثره شي. د داسې خلکو د رابطو، تعليم او روزګار نه بهر کول به مالي اغېزې هم لري”.
په نړۍ کې دا وخت په هر پيځو تنو کې يو د اورېدو ستونزه لري او رپورټ خبرداری ورکوي:
“په راروانو درېو لسيزو کې امکان دی د کڼېدو ستونزه 1.5 چنده زياته شي”.
او وايي چې د کال 2019 په نسبت چې د اغېزمنو خلکو شمېر 1.6 بيلين و نه 2.5 بيلين ته ورسي.
رپورټ وايي په يادو 2.5 بيلين خلکو کې به 700 ميلين داسې وي چې د کال 2050 پورې به د سخت مشکل سره مخ شي چې د څه نه څه قسمه علاج ته به اړتيا لري.
په کال 2019 کې دا شمېر 430 ميلين و او د زياتولي سوب يې ډېرېدونکې ابادي او د ژوند ژواک چلن دی.
علاج ته لاس رسی
د کڼېدو غټه وجه علاج ته د لاس رسي نيشتوالی دی او دا په خصوصي توګه په غريب هېوادونو کې ځکه مسله ده چې هلته د صحت ماهرين کم دي چې د اغېزمنو خلکو سم علاج وکړي.
رپورټ وايي په غوږونو د درنو خلکو نزدې 80% خلک د غريب ملکونو دي چې زيات تره ته پکې د علاج ضرورت دی خو نه يې لري او زياتوي چې په مالداره هېوادونو کې چرته چې د صحت ښه اسانتياوې شته هم مسله شته ځکه چې هلته هم اسانتياوې ټولو خلکو ته يو شان نه رسيږي.
د کره معلوماتو نيشتوالی او د ناروغتيا سره تړلي ټولنيز خويونه چې د غوږونو د رنځ او کڼېدو سره تړلي دي او سره د دې چې علاج ورله پکار وي بيا هم خلک د علاج نه لرې ساتي.
رپورټ وايي:
“ان تر دې چې د صحت سره تړلي خلک هم د دې د مخنيوي پوره پوهه نه لري او د ناروغتيا ژر پېژندنه نه شي کولی چې د غوږونو د رنځ او کڼېدو علاج پرې وکړي”.
رپورټ تجويز ورکړی چې د دې د مخنيوي او د خلکو د صحت د پاره به داسې ګامونه پورته کول وي لکه د ګڼې ګوڼې په ځای کې د شور کمول او د ناروغتياو په خصوصي توګه د مېنېنجاېټس (چې په دماغ او ملا تېر اغېزې کوي) د مخنيوي چې په اورېدو اغېزه کوي د پاره ډېر نه ډېر ويکسين لګول پکار دي.
يوه سپارښتنه يې بله هم وکړه چې داسې يو بندوبست کول غواړي چې د خلکو د ژوند په خاصو برخو کې داسې سکرينګ لا ټسټونه وشي چې مسله په ګوته شي.
د ډبليو ايچ او د ډاېکټر جنرل ټېډروس ايډانوم ګېبريسييس د رپورټ د مخه په ماشومانو کې د کڼېدو د 60% کيسونو پورې مخنيوی کېدلی شي او وايي:
“نزدې يو ټريلين ډالره د ټولو د شريکې ناکامۍ د لاسه هر کال ضايع کيږي چې د کڼېدو مناسب علاج پرې وشي”.
ګېبريسييس وايي:
“دا لوی مالي بوج په خپل ځای خو څه چې د نه کمېدو دی هغه د اورېدو د ستونزې سره مخ د هغه خلکو ذهني تناو دی چې د رابطې، تعليم او د ټولنې د راشه درشه په وخت ورسره مخ کيږي”.