شاته

ناجریا کې د ښوونځي ۲۷۹ تښتول شوې نجونې پرېښودل شوې 

په ناجریا کې چارواکي وايی هغه ۲۷۹ نجونې پرېښودل شوې‌ چې څو ورځې مخکې د زمفارا په ایالت کې تښتول شوې وې.

چارواکي‌ وايي پرېښودل شوې نجونې په صحت روغې دي.

لا معلومه نه ده چې دوی د پېسو په بدل کې خوشي شوي که تښتوونکو همداسې پرېښي دي.

په ناجریا کې کله ناکله ,وسله لوالې ډلې د ښوونځې زده کوونکې د پېسو لپاره تښتوي.

د یوې خوشې شوې نجلې پلار یعقوب ثاني رسنیو ته ویلي دي چې په تیلیفون یې د خپلې لور غږ واورېده، داسې احساس یې وکړ لکه "دویم ځل ژوند چې خدای ورکړی وي."

حکومتي چارواکو دا نجونې ترلاسه کړې او خپلو کورنیو ته یي سپارلې دي.

چارواکو مخکې ویلي وو چې ۳۱۷ نجونې تښتول شوي دي، خو د زمفارا والي بیلو متولي ‌وايي چې د تښتول شویو نجونو شمېر ۲۷۹ و.

د تېرې جمعې په ورځ وسله والو د ښوونځي ‌یو شمېر هلکان هم تښتولي وو چې هغوی یې بیا پرېښودل. د اختطاف پر مهال یو زده کوونکی وژل شوی.

په نایجیریا کې د بوکو حرام ډله معمولآ د ښوونځي زده کوونکي او په خاص ډول نجونې تښتوي.

دغې ډلې په ۲۰۱۴ کې ۲۵۰ نجونې چې اکثریت یې عیسوۍ وي وتښتولې. لا هم لسګونه تښتول شوې نجونې ورکې دي.