شاته

دعوامي نیشنل ګوند دبلوچستان ویاند اسد خان اڅکزی چا وژلی ؟

دعوامي نېشنل ګوند بلوچستان ايالتي مشران وايي دپوليس چارواکو دا دعوه چې اسد خان اڅکزی يو غل له لا درکه کړی او بيا يې وژلی ؤ، د منلو وړ نه ده.

د عوامي نېشنل ګوند بلوچستان ايالتي وياند اسد خان اڅکزی د کال ۲۰۲۰م پر ۲۵م ستمبر دکوټې سره نزدې سیمې نه پورته کړل شوی ؤ چې شاوخوا پنځه مياشتې لادرکه و.

په۲۷مه فرورۍ د اسد اڅکزي جسد د کوټې په نوهسار سيمه کې له يوه کوهي يا څاه څخه پوليسو راويستی ؤ.

پوليسو دعوه کړې چې دوئ په تېرو ورځو کې په کوټه ښار کې يو غل نيولی ؤ، د پلټنو پر وخت غله ورته ويلي وؤ چې د عوامي نېشنل ګوند وياند اسد خان اڅکزی هم ده( غله ) وژلی او څاه ته يې غورځولی ؤ.

پوليس وايي ياد غل دبلوچستان د امنيتي ځواک ليويز سرتېری دی.

د پوليسو د دې دعوې په ځواب کې د عوامي نېشنل ګوند ايالتي عمومي سکتر مابت کاکا وايي "د پوليسو دا خبره دومره ساده ،اسانه او د منلو وړ نه ده، د پوليسو بيان پر خپل ځای عوامي نېشنل ګوند د پيښې د پوره پوره پلټنوغوښتنه کوي،

هغه وایي د بلوچستان د هايي کورټ پر سويه دې دپلټنو یو کمیشن جوړ شي ترڅو دا معلومه کړي چې د ليويز د چارواکي تر شا او تر مخ کوم څوک، کردارونه او محرکات دي.

د پوليسو په پوسټ مارټم رپورټ کې ليکل شوي چې اسد خان يوه ګولۍ پر سر ويشتل شوی ، او څاه يا کوهي ته د غورځولو له عمله يې د بدن زيات هډونه هم مات شوي وؤ.

د اسد اڅکزي د وژنې د پېښې په هکله د عوامي نېشنل ګوند تر څنګ مدني فعالان او څېړونکي هم سوالونه پورته کوي .

ليکوال او څېړونکۍ رفيع الله کاکړ پوښتنه کړې چې "څنګه د يوې امنيتي ادارې غړی په دې پېښه کې ککړ دی؟

ډیوه سره خبرو کې هغه ویلي "دا خو د سرکار او د امنيتي ادارو پر کردار باندې غټ سوال پورته کوي.

دهغه په وینا "تر دې وړاندې هم په دې وطن کې داسي حالات جوړ شوي دي له تېرو ۱۵ کالو راهسې چې يو څوک بې درکه شي، بغېر له يو قانون او بغېر ديو عدالتي حکم،په هغه کې د رياست طاقتورې ادارې ملوثه دي،د دې له وجې يوه د وېرې فضا خوره شوې ده،چې اوس يو څوک بې درکه شي خلک هم دا ګمان کوي چې دا به هم د ملک ادارو پورته کړی وي ځکه غږ نشي کولی داسد خان د تښتولو اؤ وژنې پېښه همدغسې ده.

هغه وایي "که دا دومره ساده کیسه وی نو بايد چې په مياشت یا دوه کې حل شوې وه،ددې تلټنې خو لا پاتې دي چې ایا رښتیا هم د اسد په وژنه کې نيول شوی د ليويز ځواک سرتېری ککړ دی که نه، خو د لادرکه کسانو چې کوم ماحول جوړ شوی دی دا له هغې څخه نشو بېلولی"
د پاکستان د انساني حقوقو کميشن د بلوچستان څانګې مرستيال مشر اېډوکېت حبيب طاهر هم د اسد اڅکزي د وژنې د پېښې په هکله خواشيني څرګنده کړه.

ډیوه سره خبرو کې هغه وويل چې د اسد اڅکزي د وژلو په پيښه کې د ليويز ځواک د چارواکي ککړتيا د خلکو له لوري د ملک د امنيتي ادارو پر کردار د سوالونو پورته کېدو تر څنګ د ملک د امنيتي او جاسوسي ادارو او د خلکو تر مینځ نفرتونه زيږوي.

اېډوکېټ حبيب طاهر ددې پيښې د پلټونو غوښتنه وکړه اؤ وئ ویل"د حکومت يا هايي کورټ پر کچه دې يو ازاد کميشن جوړ کړل شي چې دا معلومه کړي چې په دې پېښه کې څوک څوک ککړ دي؟"

د بلوچستان لمړي وزير جام کمال اوړمه ورځ په کوټه کې د عوامي نېشنل ګوند د خېبر پښتونخوا له ايالتي مشر ايمل ولي سره په ګډ خبري کانفرنس کې ویلي وؤ چې د دوئ حکومت به دیادې پېښې بشپړه پلټنې کوي اؤ که ضرورت پېښ شو دجوډيشل انکوايري کميشن د جوړولو پر لور به هم ځي.

دنورو پښتنو او بلوڅو قامپرسته سیاسي ګوندونو ترڅنګ د عوامي نېشنل ګوند مرکزي مشرتابه هم يو وار بيا له تېرې څه مودې راهيسې په پاکستان کې د لادرکه کسانو لپاره غږ پورته کړی.

دتېرې میاشتې په ۲۲مه نېټه عوامي نیشنل ګوند په ټول هیواد کې د احتجاج پر وخت د اسد اڅکزي په ګډون په پاکستان کې د ټولو لادرکه کسانو د موندلو غوښتنه کړې وه.

د ګوند مشرتابه دریځ لري چې په لادرکه کړل شوؤ کسانو باندې که کوم تور وي عدالت ته دې وړاندې کړل شي.

د ايډوکيت طاهر حبيب په خبره په پاکستان کې د خلکو د لا درکه کېدو تور د ملک پر امنيتي او څارګرو ادارو لګول کېږي،خو د پاکستان د پوځ د وياندې ادارې ايي ايس پي آر پخوانيو او اوسني وياند په بېلا بېلو وختونو کې دا تورنه رد کړي دي.

د فرورۍ پر څلوريشتمه دپاکستان په پلازمينه اسلام آباد کې خبري کانفرنس کې د پاکستان د پوځ وياند ميجر جنرل بابر افتخار وويل چې د لادرکه کسانو لپاره جوړ کړل شوي کميشن کې پر مختګ شوی دی،

وياند زياته کړې وه چې له کميشن سره له شپږ زره څخه زيات د لادرکه کسانو مقدمې درج شوې وې چې پکي د څلور زرو لادرکه کسانو مقدمې ختم شوې دي.


هغه هېله ښکاره کړې وه چې د لا درکه کسانو د لادرکۍ معامله به ډېره زر هواره شي

  • 16x9 Image

    حفیظ الله شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.