شاته

جلال اباد کې د انعکاس تلویزون درې ښځینه کارکونکې وژل شوې

د ننګرهار ولایت جلال اباد ښار کې وسله والو دوو جلا پېښو کی د انعکاس په نامه خصوصي تلویزیون درې کارکوونکې په ډزو وژلي او یوه بله عمر خوړلې مېرمن یې ټپي کړې ده.

د ننګرهار والي ضیاء الحق امرخېل دغه پېښه تایید کړې ده.

والي‌ امرخېل وایي چې یوه پېښه د جلال اباد ښار په لومړۍ ناحیه کې شوې ده چې وسله والو د انعکاس تلویزیون په دوو ښځینه کارکوونکو ډزې کړي او دواړه یې ځای پر ځای وژلې دي.

په دغو ډزو کې یوه زړه مېرمن چې په لاره تېرېدله هم لګېدلې او ټپي شوې ده.

نوموړي ویلي چې بله پېښه د څلورمې ناحیې د قصبې په سیمه کې شوې ده چې د انعکاس تلویزیون بله کارکوونکې کور ته پر لاره وه چې وسله والو ویشتلې او وژلې ده.

د انعکاس تلویزیون ویلي چې د دوی د دوبلې برخې درې کارکوونکې وسله والو وژلې دي.

د ننګرهار حوزوي روغتون ویاند ګلزاده سنګر امریکا غږ ته وویل چې روغتون ته یې درې ښځینه جسدونه او یوه ټپي مېرمن ور وړل شوې.

تر دې دمه چا د دغه برید مسولیت نه دی اخیستی.

څو میاشتې مخکې وسله والو د انعکاس تلویزیون یوه خبریاله ملاله میوند هم ووژله.

د ننګرهار والي ضیاء الحق امرخېل هغه وخت وویل چې د ملاله میوند د قتل په تور یې ځينې کسان نیولي دي، خو لا معلومات نشته چې دا کسان څوک وو، ولې یې ملاله ووژل.

په جلال اباد کې دا پېښه داسې مهال کیږي چې همدا نن د امریکا د متحدو ایالتونو سفارت د افغان خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو د خوندیتوب غږ وکړ.

په افغانستان کې په وروستیو میاشتو کې په افغان خبریالانو بریدونه زیات شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي وايي چې وسله وال طالبان په افغان خبریالانو بریدونه کوي، خو طالبان دا تور ردوي.