شاته

امریکا کې په اسیايي نژادو باندې جنايي بریدونه ۱۵۰سلنه زیات شوي

د امریکا په متحدو ایالتونو کې د اسیایي الاصله امریکایانو پر ضد د کرکې اړوند جرمونه ډیر شوي.

تیر کال د متحده ایالاتو په لویو ښارونو کې د هغو امریکایانو په خلاف د نفرت او کرکې پر اساس بریدونه ډیر شوي چې په خټه د آسیایي هیوادونو دي. خو د پولیسو معلومات بیا وایي چې دا ډول بریدونه کم شوي.

د پولیسو په تازه ارزیابۍ کې راغلي چې په ځینو ښارونو کې د تیرو کالونو په پرتله پروسږکال پدې بریدونو کې درې چنده ډیروالی راغلی.

د کلیفورنیا په ایالتي پوهنتون کې د کرکې او افراطیت د څیړنو مرکز د امریکا په لویو ښارونو کې په آسیایي الاصله امریکایانو د کرکې پر اساس د بریدونو په هکله معلومات راټول کړي.

دغه معلومات چې امریکا غږ سره هم شریک شوي، پکې ښودل شوي چې په ۲۰۲۰ کال کې د تیر کال په پرتله د امریکا په لویو ښارونو کې د آسیایي امریکایانو سره د کرکې بریدونه ۱۵۰ په سلو کې ډیر شوي و.

امریکا غږ هم په په دوه لویو ښارونو کې په خپلواکه توګه پدې اړوند معلومات راټول کړي.

د اسیایي الاصله امریکایانو پر ضد د کرکې جرمونه تیر کال د ټولو نه ډیر د نیویارک په ښار کې شوي چې د امریکا تر ټولو ستر ښار دی او په خټه آسیایي امریکایان هم پکې ډیر ژوند کوي.

پولیسو تیر کال پدې ښار کې ۲۸ پیښې څیړلي چې په قربانیان یې اسیایي الاصله امریکایان وو. پولیسو ویلي چې د ۲۰۱۹ کال په پرتله په ۲۰۲۰ کال کې دا ډول بریدونه ۹ چنده ډیر شوي.

د اسیایي امریکایانو د حقونو مدافعین د دې بریدونو په بې سارې توګه ډیریدل د پخواني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ هغه ویناوې بولي چې د کرونا د وژونکي ویروس د خپریدو ملامتي یې په چین اچوله. یو شمېر عام امریکایان چې د کرونا ویروس د خپریدو له وجې یې اقتصادي او ټولنیز زیانونه لیدلي، ټس یې د آسیایي الاصله امریکایانو نه باسي.

په نیویارک کې د اسیایي الاصله امریکانو د حقوقپوهانو د اتحادیې غړی کرس ووک ویلي چې د جمهور رئیس ټرمپ په مشرۍ ادارې کې په چینايی ډوله خلکو هغو کسانو باندې د بریدونو شرایط برابر شول.

د امریکا د فدرالي تحقیقاتو د تعریف له مخې د کرکې پر اساس بریدونه هغه دي چې اساس یې نژادي، مذهبي یا جنسیتي توپیرونه وي. په دوی کې ورانکاري هم پکې شامله ده.