شاته

مېشل باچلت: په سعودي عربستان کې خلک په ناحقه بندیان کیږي 

د ملګرو متلونو د بشري حقونو د برخې مشره مېشل باچلت د سعودي عربستان په شاهي حکومت غږ کړی چې د بیان د ازادۍ درناوی وکړي.

مېرمن باچلت د جمعې په ورځ فبروري ۲۶ (کب۸) وویل چې په دغه هېواد کې خلک په «ناحقه نیول کیږي».

نوموړې وویل چې باید دا هېواد د بیان ازادي او د سوله اییزو مظاهرو د حقونو ننګه وکړي.

د رویټرز خبري اژانس وايي چې مېشل باچلت په جینوا کې د ملګر ملتونو د بشري حقونو د شورا په غونډه کې وویل: « زه له چارواکو ( سعودي) غواړم چې د بیان د ازادۍ، سوله اییزو غونډو او د هر کس د غونډې کولو او راټولیدو د حقونو د ننګې لپاره قانوني چوکاټونه جوړ کړي.»

د بشري حقونو ځینې ډلې د سعودي په حکومت انتقاد کوي چې د بیان ازادي یې محدوده کړې او همدغه راز په دغه هېواد کې ښځې له یو شمېر مدني حقونو بې برخې دي.

د سعودي حکومت په تېرو کلونو کې ځینې هغه مدني فعالان نیولي دي چې ظاهرآ یې د سعودي عربستان د حکومت په ضد څرګندونې کولې.