شاته

د امریکا سفارت افغان چارواکو ته: 'اداري فساد ته د پای ټکی کېږدئ'

په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت په دغه هیواد کې د اداري فساد پر وړاندې د جدي مبارزې ترڅنګ له افغان چارواکو څخه غوښتي چې په یاد هیواد کې د اداري فساد مخه ونیسي.

دغه سفارت د جمعې په ورځ فبروري ۱۲( سلواغې ۲۴) پر خپل فېسبوک پاڼه لیکلي چې د کرونا ویروس بودجه کې د اداري فساد له امله اوس مهال لسګونه افغان چارواکي د دغه هیواد لویې څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.

په کابل کې د امریکا سفارت زیاته کړې: "دغه چاره نه یوازې د دې لامل شوې چې مالي زیان یې رامنځته کړی، بلکې د افغان وګړو لاسرسی یې هغه بالقوه ژغورونکي روغتیايي خدمتونو ته هم وځنډاوه."

یاد سفارت د افغان حکومت چارواکو ته په خطاب کې ویلي :"فساد ته د پای ټکی کېږدئ."

"; //parse XFBML, because it is not nativelly working onload if (!fbParse()) { var c = 0, FBParseTimer = window.setInterval(function () { c++; if (fbParse()) clearInterval(FBParseTimer); if (c === 20) { //5s max thisSnippet.innerHTML = "Facebook API failed to initialize."; clearInterval(FBParseTimer); } }, 250); } } }; thisSnippet.className = "facebookSnippetProcessed"; if (d.readyState === "uninitialized" || d.readyState === "loading") window.addEventListener("load", render); else //liveblog, ajax render(); })(document);

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان پلټونکې ادارې روانه اونۍ وویل چې په ۱۳۹۹ مالي کال کې د کرونا ویروس ته په ځانګړې شوې بودجه کې د اداري فساد له امله ۲۲۳ تنه حکومتي چارواکي او دولتي مامورین یې لویې څارنوالۍ ته معرفي کړي دي.

د دغه ادارې مشرې غزال حارس د تیرې یکشنبې په ورځ ملت ته د دولت د حساب ورکولو په پروګرام کې وویل چې د دوی د څېړنو پایلې ښيي چې د کرونا ویروس په بودجه کې په لوړه بیه د تجهزاتو پیرودلو، ناسم مدیریت او په دنده کې د غفلت له امله په ۲۴ ولایتونو کې ۲۲۳ تنه حکومتي چارواکي او مامورین لویې څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.

اغلې حارس زیاته کړه چې په دغو شکمنو کسانو کې د والیانو په ګډون لوړپوړي حکومتي چارواکي شامل دي.

نوموړې زیاته کړه: "تر اوسه د ۲۴ ولایتونو راپور بشپړه شوی دی، له دغو ۲۴ ولایتونو د ۱۵ ولایتونو قضیې لویې څارنوالۍ ته سپارل شوي دي. نور موارد هم تر څېړنو لاندې دي چې کوم یو یې لویې څارنوالۍ ته معرفي کیږي، ۲۲۳ تنه له ولایتونو او ۹ تنه یوازې له کابل نه لویې څارنوالۍ ته معرفي شوي دی.

د افغانستان لویې څارنوالۍ هم میاشت مخکې ویلي و چې د کروناویروس بودجه کې د فساد له امله د ځینو ولایتونو قیضې دوی ته رسېدلي دي.

دا په داسې حال کې چې تر دې مخکې هم د کرونا په بودجه کې د پیسو د حیف او میل کېدو په اړه انتقادونه شوي و.