شاته

د اسلامي همکاریو سازمان په افغانستان کې روان تاوتریخوالی وغنده

د اسلامي همکاریو سازمان په افغانستان کې د بمونو د ایښودلو لړۍ، هدفي وژنې او د تاوتریخوالي زیاتیدل محکوم کړل چې په تیرو څو ورځو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې سبب شوي.

د اسلامي همکارۍ د سازمان عمومي منشي یوسف بن احمد العثیمین، د پنجشنبې په ورځ فبرورۍ ۱۱ (سلواغې ۲۳) د یو بیان په خپرولو سره په افغانستان کې د تاوتریخوالي د سمدستي بندیدو غوښتنه وکړه او د ټولو اړخونو څخه یې وغوښنل چې د سولې هڅو ته پاملرنه وکړي او په بین الافغاني خبرو کې د بریالیتوب د ترلاسه کیدو هڅه وکړي.

ښاغلي العثیمین ټینګار وکړ: "په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر ځای خبرې، د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د بهیر په چوکاټ کې د هر اړخیزې پخلاینې او سولې د ترلاسه کولو یواځنۍ لار ده".

هغه یو ځل بیا افغانستان سره د سولې، امنیت او ودې پر لور ددې سازمان په همکارۍ ټینګار وکړ.

د اسلامي همکاریو د سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو هم په وروستۍ غونډه کې چې د ۲۰۲۰کال په نومبر کې په نایجیر کې وشوه، په افغانستان کې د سولې د ټینګیدو لپاره په پیوستون ټینګار کړی و.

پدې ترڅ کې د مسلمانو عالمانو نړیوالې اتحادیې چې مقر یې په قطر کې دی، هم د روانې اونۍ په پیل کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره په افغانستان کې د علماو، د بشري حقونو د مدافعینو او مدني فعالانو هدفي وژنې وغندلې او "پر ملکي وګړو باندې برید یې د ټولو آسماني ادیانو او نړیوالو قوانینو خلاف عمل" وګاڼه.

د افغانستان حکومت تل د طالبانو ډله په افغانستان کې په تاوتریخوالي او بریدونو تورنه کړې ده.

امریکایي مقاماتو هم طالبان پدغه ډول بریدونو تورن کړي او ددې ډلې نه یې غوښتي چې دغه بریدونه ودروي، خو طالبانو ویلي دي چې پدغو بریدونو کې لاس نلري.