شاته

عبدالله: د طالبانو 'کلک دریځ' د مذاکراتو پرمختګ سره مرسته نه کوي

د افغانستا د ملي مصالحې د عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله وايي چې طالبانو د افغان سولې په تړاو "کلک دریځ" غوره کړی دی.

ښاغلي عبدالله چې د پنجشنبې په ورځ فبروري ۱۱ (سلواغې ۲۳) د ملي مصالحې د عالي شورا د ګوندونو د کمېسیون د پرانیستلو په مراسمو کې وینا کوله هیله وښوده چې د دوحې په مذاکراتو کې رامنځ ته شوی خنډ له منځه لاړ شي.

خو ښاغلي عبدالله وویل چې اوس‌مهال د افغانستان د دولت او د طالبانو د مرکچي پلاو ترمنځ تماسونه شته دي: "لنډه دا چې طالبانو ډېر کلک دریځ غوړه کړی دی او په خواشینۍ سره چې دا په کارونو کې له پرمختګ سره مرسته نه کوي".

د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا رئیس دغه راز وویل د امریکا متحده ایالات د دوحې تړون تر ارزونو لاندې نیولې ترڅو دا جوته شي چې کوم اړخ خپلې ژمنې تر کومې کچې عملي کړې دي.

په دغه تړون کې، چې د ۲۰۲۰ د فبروري په ۲۹مه د قطر په پلازمینې دوحه کې لاسلیک شو، طالبانو ژمنه کړې چې په افغانستان کې تاوتریخوالی کموي، د القاعدې په ګډون له ټولو تروریستي ډلو سره اړیکې پرې کوي او له افغان دولت سره د سولې مذاکرات پیلوي. افغان چارواکي وايي چې طالبانو د دغه تړون په اساس په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.

امریکايي چارواکو هم په افغانستان کې د مخ په زیاتیدونکي تاوتریخوالي په غندلو سره ویلي چې د طالبانو ډلې له القاعده شبکې سره خپلې اړیکې نه دي پرې کړي.

ښاغلي عبدالله دغه راز وویل چې راتلونکې اونۍ به د ناټو غړي هېوادونو د دفاع وزیرانو په غونډه کې هم په افغانستان کې د ناټو عسکرو د ماموریت د دوام یا وتلو په تړاو تصمیم ونیول شي.

هغه ټینګار وکړ چې په اوس وخت کې د افغانستان د سولې د بهیر په تړاو له دې زیات اطلاعات نشته، خو له سیاسي ګوندونو سره یې ژمنه وکړه چې که د سولې مذاکرات پیل شي، په دغه بهیر کې د پرمختګونو په تړاو معلومات به له هغوی سره شریک کړي.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه چې سیاسي ګوندونه د سولې په بهیر کې اساسي رول لري او وړاندیزونه به یې د مذاکراتو پر میز مطرح شي.