شاته

اتمر: کابل او واشنګټن د افغان سولې په اړه 'جدي بحث' پیل کړی

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر وايي چې د امریکا د متحده ایالاتو د نوې ادارې پیغامونه د افغان سولې، جمهوري نظام پیاوړتیااو له افغان ولس څخه د ملاتړ او همکاریو په اړه دي.

ښاغلي اتمر د پنجشنبې په ورځ د فبروري په ۱۱مه (سلواغه ۲۳) خبریالانو ته وویل د جوبایډن ادارې له طالبانو سره د دوحې تړون تر جدي ارزونو لاندې نیولی خو ورسره هم‌مهاله د افغانستان د سولې پروسې او د افغانانو د خوښې پایلو ته ژمنه ده.

هغه زیاته کړه چې د امریکا د نوي حکومت له خوا د دوحې د تړون ارزونه له افغانستان سره د مشورو او د ناټو، اروپا او سیمې په همکارۍ ترسره کېږي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وویل: "موږ د امریکا د نوې ادارې له نوي سیاست څخه هرکلی کوو او ژر به د امریکا او افغانستان د دولتونو ترمنځ د یو ګډ پلان پر سر د جدي خبرو شاهدان واوسو. دا پروسه تیره شپه پیل شوې او په شدت سره به پرمخ لاړه شي".

د ښاغلي اتمر په وینا په دې پروسه کې د دواړو هېوادونو د امنیت شوراګانې او اړوند وزارتونه شامل دي، خو نوموړي څرګنده نه کړه چې په یاد پلان کې د افغان سولې په تړاو په کومو مواردو بحث کېږي.

د جوبایډن په مشرۍ د امریکا د متحده ایالاتو نوي حکومت ویلي چې د امریکا – طالبانو ترمنځ د سولې تړون بیا ارزوي ترڅو دا جوته شي چې د دغه تړون په اساس طالبانو تر کومه بریده خپلې ژمنې عملي کړي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د سیمې هېوادونو ته د وروستیو سفرونو په اړه وویل چې دغو هېوادونو د طالبانو د رژيم له راتګ سره کلک مخالفت ښودلی او له دغې ډلې څخه یې غوښتي چې بېرته د مذاکراتو میز ته ستانه او له تروریستي ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړي.

ښاغلي اتمر وویل: "یوازې د افغانستان خلک نه دي چې د داسې یو رژیم له راتلو سره بشپړ مخالفت لري، بلکې سیمه او نړیواله ټولنه یې هم لري".

حنیف اتمر دغه راز وویل د سیمې هېوادونو طالبانو ته خبرداری ورکړی چې د القاعده له شبکې او نورو تروریستي ډلو سره یې اړیکې د "زغملو وړ" نه دي.