شاته

د بایډن او شي لومړنی تماس؛ دوه اړخیزه همکاري د اختلافونو د حل یواځنی لار

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن، د چهارشنبې په ورځ فبرورۍ ۱۰ (سلواغې ۲۲) ناوخته د چین د جمهور رئیس شي جینپنګ سره د لومړي ځل لپاره تیلیفوني خبرې وکړې.

د سپینې ماڼۍ په یو بیان کې راغلي دي چې ښاغلي بایډن د امریکایانو د امنیت او سلامتیا د ساتلو او د آرام سمندر او د هند سمندر په حوزه کې د ازادۍ د ساتلو په اړه په خپلو لومړیتوبونو باندې ټینګار وکړ.

دغو دوو مشرانو همداشان د کروناویروس د وبا، د اقلیم د بدلون او د وسلو د کنترول په هکله د مذاکرې پر احتمال هم خبرې وکړې.

د سپینې ماڼۍ په بیان کې راغلي دي: "جمهور رئیس بایډن د بیجینګ د جبري او غیرمنصفانه اقتصادي اقداماتو، په هانګ کانګ کې ځپنو، په شین ژیانګ کې د بشري حقونو نه د سرغړونو او د تایوان په ګډون په سیمه کې د مخ په زیاتیدونکو غوسه ناکو کړنو په هکله خپله اندیښنه څرګنده کړه."

د چین د دولتي تلویزیون د رپوټ له مخې جمهور رئیس شي ښاغلي بایډن ته ویلي دي چې دوه اړخیزه همکاري د اختلافونو د حل او مدیریت لپاره یواځنۍ لار ده. ښاغلي شي د هر ډول سو تفاهم د لرې کولو لپاره د یو په یو خبرو د میکانیزم د بیرته پیل کیدو غوښتنه کړې ده.

د چین ددغې رسنۍ په رپوټ کې ویل شوي چې ښاغلي شي هیله څرګنده کړې چې د امریکا متحده ایالات د تایوان، هانګ کانګ او شین ژیانګ په څیر مواردو کې چې د چین کورني مسایل او ددې هیواد "حاکمیت او ارضي تمامیت" پورې مربوط دي، "په احتیاط" چلند وکړي.

د امریکا د متحده ایالاتو او چین اړیکې پدې وروستیو کې د تجارتي مسایلو، د کروناویروس د وبا، د فکري ملکیت د حق، د اقلیتونو په ځانګړې توګه د اویغور مسلمانانو سره د بیجینګ د بد چلند، په چین کې د بشري حقونو نه د سرغړونو او په هانګ کانګ کې د بیجینګ د استبدادي کړنو په وجه ډیرې کړکیچنې شوې دي.

د چین په جنوبي بحیره کې د بیجینګ برلاسي غوښتنه او تایوان سره ددې هیواد شخړه د نورو مسایلو څخه دي چې د امریکا او چین اړیکې یې د پخواني جمهور رئیس دونالد ټرمپ د حکومت پر وخت سختې کړکیچنې کړې وې.

د جو بایډن حکومت د خپل کار له پیل راهیسې په چین کې د بشري حقونو څخه پراخو سرغړونو ته اشاره کړې ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن، د لوړپوړي چینایي دپلومات یانګ جیچي سره په لومړني تماس کې د اویغوریانو، تبتیانو او هانګ کانګیانو سره د چین د چلند په هکله انتقادونه وکړل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې هغه باوري دي چې بیجینګ د شین ژیانګ په لویدیځه سیمه کې ډله ییزې وژنې کوي؛ چیرته چې د بشري حقونو ډلې وایي بیجینګ یو میلیون اویغوریان او نور اقلیتونه چې اکثریت یې مسلمانان دي د اجباري کار په کمپونو کې ساتي.

ښاغلي بلینکن ویلي دي چې پدې هکله د چین سره په چلند کې به د دونالد ټرمپ د ادارې سیاست ته دوام ورکړي.

خو چین تل ویلي دي چې د تبت او هانګ کانګ موضوع د دوی کورني مسایل دي او پدې هکله هیڅ ډول بهرنۍ لاس وهنه نشي زغملای.