شاته

د عراق په شمال کې درې ترکي سرتیري وژل شوي 

د ترکیېد دفاع وزارت ویلي دي چې د عراق په شمال کې یې د کردي ملیشو سره په تازه نښته کې درې ترکي عسکر وژل شوي دي.

د ترکیې پوځ د چهارشنبې په ورځ د عراق په شمالي سیمو کې د کردستان د کارګر ګوند پر ضد نوي عملیات پیل کړي دي.

د ترکیې د دفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ فبرورۍ ۱۱ (سلواغې ۲۳) د یو بیان په خپرولو سره وویل دوه ترکي سرتیري د چهارشنبې په ورځ او یو سرتیری د پنجشنبې په ورځ د "ترهکرو" سره په نښته کې وژل شوي دي.

د ترکیې د دفاع وزارت په بیان کې راغلي چې دوه نور ترکي سرتیري د چهارشنبې د ورځې په نښته کې ټپیان شوي هم دي.

د ترکیې حکومت او نړیوالې ټولنې زیاته برخه د کردستان د کارګر ګوند یوه ترهګره ډله ګڼي.

ترکي پوځیان په پرله پسې توګه د کردستان د کارګر ګوند د سخت دریځو پر مرچلو باندې چې د څو لسیزو راهیسې د عراق د شمالي غرنیو سیمو څخه پر ترکي ځواکونو باندې د برید لپاره کار اخلي، هوایي او ځمکني بریدونه کوي.

د ترکیې د دولت پر ضد د کردانو جګړه د ۱۹۸۴کال راهیسې روانه ده، ګمان کیږي چې تر اوسه پورې پدغه شخړه کې په لسګونو زره کسان وژل شوي دي.