شاته

"د کرونا ضد هندي واکسینونه د روغتیا نړیوال سازمان له تایید وروسته پلی کېږي"

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وزارت سرپرست وايي، وروسته له هغې چې له افغانستان سره د هند له لوري د کرونا ضد مرسته شوي واکسینونو کیفیت د روغتیا نړیوال سازمان له لوري تائید شي، له ځنډ پرته به یې د تطبیق چارې پیل شي.

ډاکټر وحیدالله مجروح د پنجشنبې (د سلواغې ۲۳مه) په ورځ د دغه واکسین د تطبیق د څرنګوالي په اړه کال کې خبریالانو ته وویل: "د موجوده واکسین د تطبیق لپاره تر هغې په تمه یو، څو چې د نړیوال روغتیايي سازمان له لوري دغه واکسین تائید شي، کله چې دغه واکسین جوازه ترلاسه کړ، موږ به یې تطبیق پيل کړو."

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وزارت سرپرست وحیدالله مجروح
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وزارت سرپرست وحیدالله مجروح

دی وایي، د روغتیا نړیوال سازمان استازو ورته ویلي، ښایي د واکسینونو څېړل له یوې اوونۍ تر لسو ورځو وخت ونیسي.

ښاغلی مجروح زیاتوي، له تائیدي وروسته به په لومړي پړاو کې ۱۲۸ زره د دولتي او خصوصي سکتور روغتیايي کار کوونکو ته، دوهم پړاو کې به ۲۵۰ زره امنیتي او دفاعي ځواکونو ته، درېیم پړاو کې به د رسنیو ټولو کار کوونکو او څلورم پړاو کې به د پسرلي په موسم کې د ښوونځيو ښوونکو او د پوهنتون استادانو ته تطبیق شي.

نوموړی زیاتوي، له هغې وروسته به هغه کسانو ته چې عمرونه یې له ۵۰ کلونو اوښتې وي یا هم هغه کسان چې جدي روغتیايي ستونزې ولري او ورپسې به هغه دولتي کار کوونکو ته چې له خلکو سره ډېرې اړیکې لري تطبیق شي.

د عامې روغتیا چارواکي وايي چې د واکسین د ساتنې او پلي کېدو کافي ظرفیتونه رامنځته شوي چې د کابل د حامد کرزي نړیوال ډګر کې پنځه میلیونه او د هېوادو نورو برخو کې ۳۰ میلیونه ډوزه واکسین د ساتنې ظرفیت شته.

په ټول افغانستان کې ۲۵ تنه په کرونا اخته شوي چې له امله یې ۵ تنه مړه شوي دي.
په ټول افغانستان کې ۲۵ تنه په کرونا اخته شوي چې له امله یې ۵ تنه مړه شوي دي.

دوی وايي چې د نړیوال بانک په ګډون له نړیوالو سازمانونو، دولتونو او شرکتونو سره په تماس کې دي، څو افغانستان ته واکسین چمتو کړي او که واکسین په واک کې ورکړل شي نو په ۱۵ ورځو کې به د هېواد ۶۰ سلنه وګړي واکسین شي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست زیاتوي چې لومړي پړاو کې ۲۰ سلنه واکسین اخېستلو لپاره ۱۵۰ میلیونه ډالره چمتو شوي، ۴۰ سلنه واکسین لپاره پیسې تدارک شوي، د ۶۰ سلنه واکسین لپاره چې ۳۲۰ میلیونه ډالره کېږي، یوازې ۶۷ میلیونه ډالره کمې دي، نورې ترلاسه شوي دي.

وحید مجروح وايي ۸ ولایتونو کې د واکسین د تطبیق لپاره کسان روزل شوي او همدا شان نورو ولایتونو کې واکسین د تطبیق لپاره ۱۰۰۰ نوي ټیمونو استخدام شوي دي.

د دې وزارت د شمېرو له مخې تردې مهاله افغانستان کې ۵۵ زره کسان په کرونا ویروس اخته شوي او له ۲۴۰۰ ډېر ترې مړه شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت وايي چې نن د پنجشنبې په ورځ په ټول افغانستان کې ۲۵ تنه په کرونا اخته شوي چې له امله یې ۵ تنه مړه شوي دي.