شاته

کندز کې د نجونو 'تیراژه' هنري ډلې د سولې ټینګښت لپاره پر دیوالونو رسامي کوي

په دې وروستیو کې په کندز ولایت کې یو شمېر نجونو د "تیراژه" په نوم یوه هنري ډله جوړه کړې او د ښار بېلابېلو برخو کې پر دیوالونو رسامي او لیکنې کوي.

دغه هنري ډله وايي چې دوی د سولې د ټېنګښت په هدف پر دیوالانو بېلابېل شعارونه لیکي او رسامي کوي یې چې د جګړې د ښکېلو لورو پام د سولې ټېنګښت ته واړوي.

د دغې هنري ډلې مشره ۱۹ کلنه صدف دانش وايي: "زموږ هنري ډله 'تیراژه' لس غړي لري چې ۶ یې نجونې دي او ۴ نور یې هلکان. یو نقاش هڅه کوي چې د خپل د ولس دردونه د تصویر په ژبه بیان کړي، څو د جګړې ښکېلي خواوې له جګړې لاس واخلي او سولې ته غاړه کېږدي."

د دې هنري ډلې غړي غواړي د رسامي په ژبه د جګړې کرغېړنه څېره خلکو ته ښکاره او د سولې له نېکمرغیو یې خبر کړي او دغه راز د ځوانانو هنري ظرفیت هم لوړ کړي چې له دې لارې د سولې د ټېنګښت په خاطر خپلې هلې ځلې وکړي.

د دې هنرې ډلې غړې هدیه خلیق په دې اړه وویل: "موږ د هنر په ژبه د ټولنې ورځني حقایق او پېښې بیانوو، د تاوتریخوالي او جنګ پر ضد کار او فعالیت کوو. طالبان باید له جګړې لاس واخلي. موږ د خپل هنر او د قلم له لارې د سولې ټېنګښت په خاطر کار کوو او مخته زو."

د کندز ښار
د کندز ښار

دوی د جګړې پر ښکېلو لورو غږ کوي چې نور دې تاوتریخوالی پایته ورسوي او اوربند دې اعلان کړي چې په هېواد کې تل پاتې سولې ته لاره هواره شي.

په کندز کې د دې هنرې ډلې فعالیت، د یو شمېر دولتي او غیر دولتي ادارو پام ځانته اړولی.

د دې ولایت د مدني ټولنو د شبکې مشر عنایت الله خلیق په دې ازادي رادیو ته وویل: "یو شمېر فعاله او هنرمند ځوانان راټول شوي او دوی د رسامي او شعارونو پر مټ غواړي د سولې د ټېنګښت په خاطر کار وکړي."

په کندز کې په دې وروستیو کې د سولې د ټېنګښت تر سرلیک لاندې بېلابېل پروګرامونه پلي کېږي چې له دغو پروګرامونو څخه یو هم دغه هنرې ډله ده چې د جګړې د پای ته رسېدو او د سولې د ټېنګښت په هدف د دې ولایت په واټونو کې فعالیت کوي.