شاته

افغانستان کې د طبیعي علومو د زده‌کړې لپاره د نجونو ونډه څومره ده؟

کله چې په افغانستان کې د ټکنالوژۍ په برخه کې د نجونو د زده‌ کړو په اړه څه ویل کېږي، بې‌ له شکه چې د هېواد د روباټېک ټیم ذهن ته راځي.

هغه څوک چې دې برخه کې یې له خورا ډېرو لوړو ژورو لیدو وروسته، ځانونه تر دې ځایه را رسولي.

د "مخکښ فکر" یا روباټېک ټیم مسووله فرزانه نېک‌پور وایي، دې برخه کې یې بېلابېل کارونه کړي دي: "په ۲۰۱۷، ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کلونو کې مو په نړیوالو سیالیو کې ګډون وکړ. په هره سیالۍ کې به هغه کسانو چې سیالۍ برابرې کړې وې، موږ ته سوژه راکوله او موږ به روباټ جوړاوه. ځنیو سیالیو کې به مو ورزشي، ځینو کې کرنیز روباټ جوړول. سږ مو بیا د کرونا ویروس سره د مبارزې برخه کې څلور دستګاوې چې د وینټېلاټورونو بدیل او د مکروب ضد دي، جوړې کړې. "

افغاني روباټیک روباټېک ټیم
افغاني روباټیک روباټېک ټیم

خو افغانستان کې بیا‌ هره نجلۍ دومره بخت نه لري، ځکه ډېری له دوی د دودیزو او ټولنیزو ستونزو، محدويتونو او بندیزونو سربېره جګړې مجبوره کړي چې په کور کې پاتې شي.

که څه هم د افغانستان ښوونځیو کې ۴۵ سلنه یې نجونې دي، ولې دا شمېره بیا د لوړو زده‌کړو برخه کې دوی یوازې ۲۸ سلنه ده.

خو د افغانستان د لوړو‌ زده‌کړو وزارت بیا وایي، د قانون له مخې، د نجونو لپاره د لوړو زده‌کړو برخه کې هېڅ ډول خنډ نه‌شته.

د دې وزارت د ویاند مرستیال حنیف فرزان وايي: "ټولو ښوونیزو برخو کې نجونو ته ځانګړی پام شوی او د ځانګړو مېکانېزمونو درلودو سره ورته د لوړو زده‌کړو ښه چانس برابر شوی. د طبیعي علومو او ساینسي زده‌کړو برخه کې هم نجونو ته ځانګړی پام شوی او همدا اوس د‌ طبیعي او ساینسي علومو برخه کې یو ډېر شمېر نجونې په زده‌کړو بوختې دي. "

د افغانستان د لوړو‌ زده‌کړو وزارت مرستیال ویاند حنیف فرزان
د افغانستان د لوړو‌ زده‌کړو وزارت مرستیال ویاند حنیف فرزان

خو رسمي شمېرې بیا بل څه وایي.

د کابل پوهنتون د محصلانو چارو د معاونیت د ډېټابېس او راپور ورکوونې مدیر محمد شهیم‌ رحیمي ازادي راډیو ته وویل، یوازې دې پوهنتون کې د انجينرۍ په برخه کې۲۰ سلنه، کمپیوټري برخه کې ۳۳ سلنه او د فزیک، ریاضي، بیالوژي او‌ کیمیا په برخه کې ۴۷ سلنه نجونې په زده‌کړو بوختې دي.

خو له دې ټولو سره-سره، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو اداره په دې هڅه کې ده چې د تخنیکي زده‌کړو، مهندسۍ او ریاضي په برخه د نجونو ونډه زیاته شي.

دا اداره غواړي چې د 'STEM' په نوم د زده‌کړو یو مرکز جوړ کړي. 'STEM' د تخنيکي، مهندسۍ او رياضيانو لنډ نوم دی، خو د زده‌کړې موده یې اوږده ده.

‌خو د دې څانګې لارویان له تېر تر اوسه ډېری یې نارینه دي او په ډېر ګمان چې نجونې ورسره چندان لېوالتیا نه لري.

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د مسوولانو له قوله، 'STEM' مرکز به د کابل پوهنتون په انګړ کې جوړ شي.

د سټیم څانګې لارویان له تېر تر اوسه ډېری یې نارینه دي
د سټیم څانګې لارویان له تېر تر اوسه ډېری یې نارینه دي

د‌ دې‌ ادارې د پلان او پالیسۍ رئیس حکیم شاه هاشمي ازادي راډیو ته وویل: "په لومړي ګام کې هغه څانګې چې دې انسټیټیوټ کې په پام کې نیول شوې، ساینس، ټکنالوژي، تشبث، رسامي او ریاضي دي. دا انسټیټیوټ دوه ښوونیزې دورې لري. یوه یې له لسم تر دوولسم ټولګي او دوهمه یې له ۱۳ تر ۱۴ ټولګي پورې دي. همدا ډول یو کلن لنډمهالي کورسونه هم لري."

  • خو د زده‌کړو له دې ډول سره ولې د نجونو لېوالتیا کمه ده؟

د ټولنیزو چارو کارپوه عسکر موسوي وایي، د خلکو ذهن کې د دې ډول زده‌کړو د پېچلتیا، ننګونو او ستونزو په اړه غلط تصور د نجونو ونډه را کمه کړې ده.

ښاغلي موسوي زیاته کړه: "ټوله نړۍ کې دا فکر حاکم دی. په دې معنی چې ښځینه د ټولنیزو زده‌کړو برخه کې ښه استعداد لري او د‌ ساینسي زده‌کړو په برخه کې ځانونه نه شي ثابتولای. په ځانګړي ډول د انجینرۍ او دې ته اړوند نورو کې چې عملي جنبه لري او همدا ډول ټولنیزو محدويتونو پرې ساحه نوره هم راتنګه کړې ده."

شمېرې ښیي چې اوس‌مهال په نړۍ کې دېرش په سلو کې څېړونکې ښځینه دي.

له‌همدې کبله ښايي د طبیعي علومو، مهندسۍ، تخنیک، ریاضیات او نورو برخو کې د نجونو کمه ونډه نړیواله وي.

همدې ټکي ته په کتو ملګرو ملتونو د فبرورۍ یوولسمه د نجونو لپاره د طبیعي علومو د زده‌کړې د نړیوالې ورځې په نوم نومولې ده، څو دولتونه دې برخه کې د ښځو زده‌کړو ته ځانګړی پام وکړي.