شاته

ووهان ته د تللو متخصصینو لومړنۍ موندنې: کرونا د چین له لابراتوارونو نه‌ده خپره شوې

د روغتیا نړیوال سازمان په مشرۍ هغه پلاوی چې د کرونا ویروس د سرچینې معلومولو لپاره د چین ووهان ښار ته تللی وو، وایي داسې نه‌ښکاري چې کرونا ویروس د یوه چینایي لابراتوار څخه راپورته شوی وي.

دغه پلاوي په خپلو موندنو کې ویلي چې ډېر احتمال لري دا ویروس له یوه حیوان/ ژوي څخه انسان ته انتقال شوی وي.

دغه پلاوي په ووهان ښار کې تر تحقیقاتو وروسته پرون سې شنبه دا نتیجه اعلان کړه.

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) یوه متخصص پیتر بن ایمبارک «Peter Ben Embarek« د فبرورۍ پر ۹مه د چین په ووهان ښار کې یوه خبري کنفرانس ته وویل، د کرونا ویروس د سرچینې په اړه‌یې ټول احتمالونه وڅېړل، خو داسې نه‌ښکاري چې دا ویروس د یوې لابراتواري پېښې په نتیجه کې بهر راوتلی وي.

ووهان ښار کې د روغتیا نړیوال سازمان د څېړونکو ډله
ووهان ښار کې د روغتیا نړیوال سازمان د څېړونکو ډله

نوموړي وویل چې د دې کار لپاره لا نورو ځانګړو او هدفمندو پلټنو ته اړتیا ده.

د نړیوالو روغتیایي متخصصانو دغه پلاوي یوه میاشت پلټنې وکړې چې د کرونا ویروس څنګه او له څه شي سرچینه اخلي.

د دې ویروس نښې د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر کې په لومړي ځل د چین په یوه مرکزي ښار ووهان کې ولیدل شوې.

دغه ویروس وروسته ټولې نړۍ ته خپور شو چې تر اوسه څه باندي ۲،۳ میلیونه کسان ترې مړه شوي دي.

په لومړي سر کې د دې ویروس سرچینه په ووهان ښار کې یو مارکېټ بلل شوی وو چې وحشي ژوي په‌کې خرڅېدل، خو روغتیایي متخصصین اوس فکر کوي چې دا ویروس ښایي فقط په یاد مارکېټ کې پیاوړی شوی وي.

ایمباریک دې ته هم اشاره کړې چې دغه ویروس ښایي د چین له نورو ښارونو او یا نورو هېوادونو څخه د مسافرینو او یا هم د یخی شویو حیواني محصولاتو سره ووهان ته رسېدلی وي.

د چین ووهان ښار هغه مارکېټ چې ورڅخه د کرونا ویروس د خورېدو انګېرنه کېده.
د چین ووهان ښار هغه مارکېټ چې ورڅخه د کرونا ویروس د خورېدو انګېرنه کېده.

دی وایي راتلونکي تحقیقات به‌یې نه‌یوازې پر چین، بلکې په نورو اسیایي او غیر اسیایي هېوادونو کې هم متمرکز وي.

د روغتیا نړیوال سازمان متخصصین په دې تحقیقاتي سفر کې د ووهان د ویرولوجي انسټټیوټ ته ولاړل. دا هغه ځای دی چې دوی کرونا د منشا موندلو په اړه تحقیقاتو کې د اجنډا په سر کې راوستلی وو.

د دې وبا د خورېدو په لومړي سر کې داسې ګڼل کېده چې دغه ناروغۍ په تصادفي ډول د همدې انسټټیوټ له لابراتوارونو څخه ټولې نړۍ ته خوره شوه، خو د دې تیورۍ د ثابتولو لپاره اسناد نه‌دي وړاندې شوي.

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالد ټرمپ او د هغه پلویانو دا اوازې لا پسې ګړندۍ کړې او پر چین‌یې تور ولګاوه چې په قصدي ډول‌یې دا ویروس خپور کړی دی، خو ټرمپ د دغو ادعاوو شواهد وړاندې نه‌کړل.

چین په وار وار دا ډول تورونه رد کړل.