شاته

کابل کې دامریکا شازدافئیر اؤ دپاکستان سفیر سره دحنیف اتمر لېدنې،په افغان سوله یې ورسره خبرې کړي‌

دافغانستان د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي حنیف اتمر په کابل کې دامریکایي سفارت چارسمبالي اؤ دپاکستان دسفیر منصور احمد خان سره لیدنې کړي اؤ افغانستان کې دسولې دپروسې په ګډون یې ورسره په یو شمیر مهمو چارو خبرې اترې کړي دي.

دافغانستان د بهرنیو چارو د وزارت داعلامیې له مخې کابل کې دامریکایي سفارت چارسمبالي یا شازدافئیر راس ولسن سره لیدنه کې دبهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر د امریکا دنوي حکومت لخوا طالبانو سره دسولې شوي تړون ته دبیا کتننې اؤ دافغان سولې پروسه کې دامریکا دمرستې دهوډ هرکلی کړی.

اعلامیه کې راغلي دواړو لوریو په افغانستان کې په وروستيو امنیتي او سیاسي پرمختګونو، د سولې بهیر ننګونې، د سولي خبرو د بریا لپاره د سیمه ييز او نړيوال ملاتړ د اهمیت او د ازبکستان او سعودي عربستان په ګډون کې د دوه اړخیزو او درې اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا خبرې اترې کړي

ښاغلي حنیف اتمر په دې لیدنه کې ټینګار وکړو چې باید د دواړو هېوادونو تر منځ د سلا مشورې لړۍ نوره هم پراخه کړل شي اؤ طالبانو سره شوي امریکایي تړون ته دبیا کتنې دلارې طالبان پخپلو ژمنو ودریدو اؤ خپلو مسولیتونو ته اړ کړل شي.

په دې لیدنه کې امریکایي ډپلوماټ دافغانستان دبهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر افغانستان سره د خپل هیواد د ژمنې او همکاريو د دوام ډاډ ورکړی دی.

دبهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر دپاکستان دسفیر سره لیدنه کوي
دبهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر دپاکستان دسفیر سره لیدنه کوي

په عین حال کې دیکشنبې په ورځ دبهرنیو چارو وزیر ښاغلي اتمر کابل کې دپاکستان دسفیر منصور احمد خان سره هم لیدنه کړې اؤ ورسره یې دافغان سولې په ګډون د دوه اړخیزه خوښیو په چارو خبرې اترې کړي دي.

د بهرنیو چارو د وزارت په خبر پاڼه کې ویل شوي چې دواړو خواؤ په دې لیدنه کې افغانستان کې دسولې د روانې پروسې تر څنګ د اقتصادي همکاریو په پیاوړتیا هم خیالات تبادله کړي دي.

د بهرنیو چارو وزیر دلیدنې په مهال د هراړخیز اوربند پر اهمیت ټینګار وکړو او زیاته یې کړه چې په افغانستان کې د امنیت ټینګښت د ټولو په ګټه دی او د اقتصادي همکاریو او سیمه ییزو اړیکو د لا پراختیا زمینه برابروي.

دلیدنې په مهال ښاغلي حنیف اتمر د ډیورنډ دکرښې پورې غاړې څخه دافغانستان په خاوره د راکټونو په بریدونو پاکستان ته خپله ژوره اندېښنه ښکاره کړه اؤ وئ ویل چې دا رقم بریدونه افغانستان ته دمنلو نه دي.

هغه ټینګار وکړو چې ستونزې باید دخبرو دلارې هوارې کړل .

دامریکایي اؤ پاکستاني سفارتکارو سره دا لیدنې دبهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې کړي امریکا کې د نوي حکومت جوړیدو وروسته دجوبائيډن انتظامیې ویلي هغوئ به طالبانو سره دامریکا دسولې تړون ته بیا دسره کتنه کوي.

اسلام اباد کې میشت په افغان چارو ژور نظر لرونکي خبریال طاهر خان وي او ای ډیوه ته تیره اوونۍ ویلي وؤ امریکایان اؤ افغان دولت نظر لري چې په طالبانو دپاکستان نفوذ شته اؤ ډير افغانان په دې نظر دي چې که پاکستان وغواړي نو افغان سوله کې ډير څه کولی شي.

دخبریال طاهر خان له مخې دافغان سولې دپاره دامریکایي استازي پاکستان ته دپرله پسې پسې سفرونو یوازینۍ موخه داده چې پاکستان په طالبانو فشار راوړي ترڅو سولې ته غاړه کښیږدي اؤ دا ښایي چې دجوبائیډن انتظامیه به هم دپاکستان نه افغان سوله کې کردار وغواړي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي