شاته

چین د مقعد له لارې د کرونا تشخیص پیل کړی

چینایي ډاکټرانو د مقعد له لارې د کروناویروس د تشخیص لړۍ پیل کړې او ادعا یې کړې ده چې دغه لاره د نورو لارو چارو په پرتله ډیره موثره ده.

تر دې وړاندې د کرونا په بیمارۍ اخته کسان به د هغوي د پوزې او یا هم ستونې د معاینې له لارې ارزول کیدل.

د چین دولتي تلویزون د چهارشنبې په ورځ‌ خپور شوي راپور کې ویلي چې د مقعد له لارې د کرونا د تشخیص لړۍ د بیجنګ په شاوخوا سیمو کې پیل شوې او ټول هغه کسان چې ددغه ښار د قرنطین په مرکزونو کې اوسیږي، له همدغې پروسې څخه تیر شوي دي.

د چین په شمال کې ګڼ شمیر وړوکي ښارونه او کلیوالې سیمې د کرونا تازه پیښو له کبله قرنطین شوي‌او دغو سیمو ته تګ راتګ بند شوی او په دغه سیمو کې د حکومت لخوا د کرونا د تشخیص ستر کمپاین پیل شوی دی.

د بیجنګ ښار د یووان روغتون سرطبیب، لي تونګزینګ د چین دولتي تلویزیون ته ویلي‌ چې د مقعد له لارې د کرونا معاینې د مشکوکو کسانو په چټکه معاینې کې له دوي‌سره ډیره مرسته کړې او په مقعد کې د تنفسي جهاز په پرتله د کرونا نښې تر اوږدې مودې پاتې کیږي.

په چین کې د ټولنیزو شبکو کاروونکو دغې طریقې ته بیلابیل غبرګونونه ښودلي، ځینې یې “عادي”بولي او ځینو نور یې بیا “ډاروونکی”عمل ګڼلی دی.

له بلې خوا چینایي ډاکټران وایي چې دغه طریقه له دې کبله چې بیمار لپاره ناراحت کوونکې ده، په کمو او خاصو مواردو کې کارول کیږي.

په نړۍ کې د کرونا ویروس نویو پیښو خپریدو له کبله ګڼو هیوادونو په هوایي ډګرونو کې د خلکو تګ راتګ لپاره نوي محدودیتونه وضع کړي او د کرونا ویروس لپاره معاینه ضروري ګرځول شوې ده.