شاته

کرونا؛ هالنډ کې پولیسو د ګرځبندیز پر ضد ۷۰ اعتراض کوونکي نیولي

د هالنډ په امستردام کې پولیسو اویا کسان وروسته له هغه ونیول چې د شپې د ګرځ بندیز پرضد یې درېيمه شپه هم اعتراضونو ته دوام ورکړ.

په ځینو ځایو کې لاریون په تاوتریخوالی اووښتی او لاریون کوونکو پولیس په ډبرو وویشتلي.

پولیسو ویلي چې لاریون کوونکو د کورونا ویروس د معاینې یوه ځای ته اور ورته کړ.

د دې هیواد صدراعظم د دوشنبې په ورځ فساد او ګډوډي وغندله.

راین لینډسې د ایرلنډ دی، خو اوس امستردام کې اوسي او هلته کار کوي او غواړي چې د هالنډ حکومت د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په خاطر رامنځته کړي محدودیتونه لېرې کړي.

ریان رويټرز خبري اژانس ته داسې ویلي: "زه فکر کوم چې موږ باید اجازه ولرو چې خپل ژوند وکړو. ویروس شته خو د ویروس په خاطر باید د نړۍ ټول کارونه ونه تړل شي. زه فکر کوم چې موږ باید د ویروس مخه ونیسو، خو خپل ژوند هم وکړو او ټول دوکانونه باید پرانېستي وي. دا زما خپل نظر دی."

کارلو هافمن هم د امستردام اوسېدونکی دی. دی بیا وايي، حکومت هڅه کوي چې د ویروس د خپرېدو په مخنیوي سره ژر تر ژره لاره هواره کړي چې خلک خپل عادي ژوند ته ستانه شي.

د ده په نظر په ښار کې يې دا ډول وضعیت ډېر د حیرانۍ وړ دی ځکه دا وضعیت بې ساری دی.

هافمن زیاتوي: "ډېره حیرانوونکې ده چې دا ډول وضعیت رامنځته شو او خلک د لیونیانو په څېر چلند کوي. زه پوهېږم چې ولې خو موږ باید دا ستونزه حل کړو او باید ټول ارام پاتې شو. زه فکر کوم حکومت ډېر ښه اقدامات کړي او هر څه تر کنټرول لاندې راولي چې موږ وکړای شو ژر تر ژره دباندې ووتلای شو."

هالنډ کې یو شمېر اعتراض کوونکي د ګرځبندیز پرضد راوتلي
هالنډ کې یو شمېر اعتراض کوونکي د ګرځبندیز پرضد راوتلي

درې ورځې کېږي چې هالنډ کې لاریون کوونکي د بندیزونو پر ضد لارو کوڅو ته راوتلي او په ځينو مواردو کې یې پر پولیسو هجوم ور وړی او دوکانونو او نور شیانو ته یې زیان اړولی.

د روتردام او امستردام په څېر لویو ښارونو تر څنګ په کوچنیو ښارو لکه هارلیم، ګیلین، دین باچ کې پراخ لاریونونه وشول او لاریون کوونکي تر ډېره تر شلو کلونو کم عمره کسان وو.

په دې هېواد کې د دوهمې نړیوالې جګړې راهیسي دا لومړی ځل دی چې ګرځ بندیز لګيږي.

د ګرځبندیز اعلان وروسته له هغه وشو چې د روغتیا ملي انسټیټیوټ خبرداری ورکړ چې د کرونا ویروس دوهمه څپه راتلونکې ده.

د دوشنبې په ورځ په هالنډ کې د کورونا ویروس ۴۱۲۹ نوې پېښې ثبت شوي او دا د ډسمبر له لومړۍ نېټې راهیسي تر ټول کم شمېر دی.

پولیسو ویلي، سلګونو کسان یې نیولي چې پر دوی یې په ډبرو ویشتلي او یا یې هم له ځان سره چاقوګان راوړي وو.

  • 16x9 Image

    ملالۍ بشیر

    ملالۍ بشير په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د افغان څانګې خبریاله او ادیتوره ده.