شاته

روغتیا وزارت: په افغانستان کې د کرونا ويروس اغېز مخ پر کمېدو دی

افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي، په دغه هيواد کې د کرونا ويروس اغېز مخ په کمېدو دی.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي، د نړیوالې ټولنې په مرسته به تر راتلونکې سرطان میاشتې پورې ۲۰ سلنه خلکو ته د کرونا ویروس ضد واکسین زمینه برابره کړي.

د دې وزارت مرستیال ویاند، نورالله تره کي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د روغتیا نړيوال سازمان،د واکسین نړیوالې ټولنې،نړیوال بانک او د اسیا پراختیایي بانک په مرسته به د راتلونکو دوو کلونو تر پایه ۴۰ سلنه افغانان واکسین شي.

نوموړی وایي، چې وروستیو دوه اونیو په افغانستان کې د کویډ-۱۹ ناروغانو په شمېر کې کمښت راغلی دی.

هغه زياتوي: "هغه واکسین چې افغانستان ته مهم دى هغه د لندن د اکسفورډ پوهنتون واکسین دی، چې د استرازنکا په نوم يادېږي. یو واکسین په هند کې جوړ شوی چې هغه هم د همدې کمپنۍ دى."

د ښاغلي تره کي په وینا، له نورو هېوادونو څخه د واکسین پېرل محدود دي خو تر ډېره د کرونا ویروس خپرېدو د مخنیوي په موخه د روغتیایي سپارښتنو په پام کې نيولو ټینګار کېږي.

په هرات کې د يوې ښځې د کرونا ویروس ازموينه کېږي. ارشيف
په هرات کې د يوې ښځې د کرونا ویروس ازموينه کېږي. ارشيف

د کرونا ویروس نوی ډول لومړی په بریتانیا کې وپېژندل شو او بیا نورو هېوادونو ته وغځېد.

د راپورونو پر بنسټ چې د کرونا دا ډول تر ایرانه رسېدلی او اندېښنې شته چې افغانستان ته هم انتقال شي.

د ساري ناروغیو متخصص فرید عمري ټینګار کوي، چې حکومت باید له ګاونډیو هېوادونو سره په ګډو پولو جدي څار وکړي او هغه کسان چې افغانستان ته راځي باید د کرونا ویروس ازمایښت پرې اجباري شي.

هغه زياتوي: "که امکان ولري دولت باید خپلې پولې قرنطین کړي، یا هم هغه خلک چې افغانستان ته راځي باید د کرونا ټیسټ وکړي، ګنې د کرونا ویروس نوی ډول به ټول حیران کړي."

دا په داسې حال کې ده، چې د رسمي شمېرو پر بنسټ، افغانستان کې د کرونا ويروس خپرېدو څخه تر دې دمه ۵۴۷۵۰کسان په دې ناروغۍ اخته ،۲۳۹۰ مړه او ۴۷۳۶۵بېرته ترې روغ شوي دي.