شاته

پاکستان دې طالبان اوربند اؤ دتاوتریخوالي ژمنو پوره کولو ته وهڅوي،دافغانستان غوښتنه

افغانستان په پاکستان اؤ خپلو نړیوالو ملګرو غږ کړی چې طالبان باید اوربند،دتاؤ تریخوالي کمولو اؤ ترهګرو ډلو سره خپلو اړېکو غوڅولو ته وهڅوي.

“دافغانستان دبهرنیو چارو وزارت پخپله اعلامیه کې ویلي موږ د پاکستان له حکومت او ټولو نړیوالو ملګرو څخه تمه لرو چې طالبان دې ته اړ کړي چې خپلې ژمنې پوره کړي ترڅو د تاوتریخوالي په کمولو ، په ټول هیواد کې د اوربند په ټینګولو او له تروریستي ډلو سره دهغوئ په اړېکو غوڅېدو د سولې خبرو او سیاسي هوکړې ته لاره هواره شي”

دبهرنیو چارو وزارت دا اعلامیه دپاکستان دبهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشي د هغو وروستیو څرګندؤنو په تړاؤ خپره کړې چې ویلي یې وؤ په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتوالی وضعیت خرابولی شي.

اعلامیه کې راغلي “موږ په افغانستان کې تل پاتې سولې ته رسیدو لپاره سیمه ییز ې او نړیوالې اجماع ته اړتیا لرو اؤ د ټولو خواو د هغو هڅو قدرداني کوو چې په کلکه د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ کوي”

"; //parse XFBML, because it is not nativelly working onload if (!fbParse()) { var c = 0, FBParseTimer = window.setInterval(function () { c++; if (fbParse()) clearInterval(FBParseTimer); if (c === 20) { //5s max thisSnippet.innerHTML = "Facebook API failed to initialize."; clearInterval(FBParseTimer); } }, 250); } } }; thisSnippet.className = "facebookSnippetProcessed"; if (d.readyState === "uninitialized" || d.readyState === "loading") window.addEventListener("load", render); else //liveblog, ajax render(); })(document);

اعلامیه زیاتوي چې افغان حکومت د څه باندې شپږ زره طالب بندیانو په خوشي کولو سره د اوربند ټینګېدو او دسولې خبرو کې د ګډون لپاره لازم اقدامات تر سره کړي دي.

خو دبهرنیو چارو وزارت وایي چې طالبانو نه یوازې د تاؤ تریخوالي کمولو په اړه خپلې ژمنې نه دي ترسره کړي بلکې دتشدد کچه یې نوره هم لوړه کړې ده.

په دې وروستیو کې چې دطالبانو اؤ دافغان دولت د مرکچي پلاوي تر منځ قطر کې د سولې بین الافغاني خبرې پیل شوي افغانستان کې ورسره د تشدد کچه هم لوړه شوې ده .

امریکا اؤ طالبانو تیرکال دفرورۍ په میاشت کې د سولې تړون کړی ؤ خو تیره ورځ دامریکې دبهرنیو چارو دپاره نوي نومول شوي وزیر انټوني بلینکین ویلي وؤ چې طالبانو سره شوي د سولې دې تړون ته به د جوبائیډن په انتظامیه کې بیا له سره کتنه کیږي