شاته

حمدالله محب د جنوبي ولایتونو د امنیتي وضعیت ارزولو لپاره هلمند ته تللی

د جنوب زون د شپږو ولایتونو د حکومتوالۍ او امنیتي وضعیت د څارنې او سمون په موخه د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب نن سهار هلمند ولایت ته رسیدلی دی.

له نوموړي سره د افغانستان لوی درستیز او د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال هم پدې سفر کې ملګري دي.

د ملي امنیت شورا سلاکار نن یکشنبه جنورۍ ۱۷( مرغومې ۲۸) د لښکرګاه په شمال کې د ۲۱۵ میوند قول اوردو مرکز ته له رسیدو سره سم د پوځ له ځانګړو قواو سره لیدلي.

د ۲۱۵ میوند قول اوردو مطبوعاتي دفتر وايي چې د هلمند او نیمروز ولایتونو د امنیتي وضعیت په اړه به د یاد قول اوردو مسئولین خپل معلومات شریک کړي.

دغه راز د ملي امنیت شورا له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ويل شوي چي د ملي امنیت شورا سلاکار به د دایکندي او نیمروز ولایتونو په ګډون د جنوب زون په څلورو ولایتونو کندهار، هلمند، زابل او اروزګان ولایتونو کې د همږغۍ د زیات والي په موخه د یادو ولایتونو د ولایتي چارواکو سره هم وویني.

اعلامیه زیاتوي چې ښاغلی محب به د اتل او میوند قول اوردو ګانو د ماموریت په ساحو کې چې شپږ ولایتونه پکښې شامل دي، د امنیتي او حکومتدارۍ د وروستي وضعیت ارزونه وکړي.

تیره اونۍ هم د ملي امنیت شورا سلاکار کندهار ته د سفر پر مهال د والي په ګډون د دې ولایت ځيني نوي نظامي مامورین خپلو دندو ته ور وپيژندل.

له تیرو ۳ میاشتو راهیسې د کندهار تر څنګ د جنوب په ټولو ولایتونو کې امنیتي وضعیت د ډيري اندېښنې وړ بلل کیږي چي له کبله يې تر سل زره زیاتي کورنۍ د جګړو له سیمو څخه کډوالي شوي.

حمدالله محب تیره ورځ د شمالي ولایتونو د امنیتي وضعیت ارزولو لپاره بلخ ولایت ته او تر هغه مخکې بیا تیره اونۍ د ختیځو ولایتونو د امنیتي وضعیت ارزولو لپاره ننګرهار ولایت ته تللی و.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي