شاته

غني: که بلخ کې اختطاف شوی ماشوم ازاد نشي، امنیتي چارواکي یې لېرې کوم

افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي که بلخ کې اختطاف شوی ماشوم ازاد نشي، د دغه ولایت ټول امنیتي چارواکي به له دندو لیري کړي.

له تیرو شاوخوا دریو میاشتو راپدې خوا په بلخ ولایت کې د عبدالروف په نوم یو نهه کلن ماشوم د انسان تښوونکو لخوا اختطاف شوی دی.

تیره شپه د ولسمشر غني د ویاند مرستیال دوا خان مینه پال په دې اړه پر خپل ټویټر لیکلي، ولسمشر غني: "که بلخ کې اختطاف سوی ماشوم ازاد نه سي، د بلخ ټول امنیتي چارواکي له دندو لیري کوم."

د بلخ امنیتي چارواکو تر دا مهاله د تښتول شوي ماشوم راخلاصولو برخه کې د ولسمشر غني د خبرداري په اړه څه نه دي ویلي.

د تښتول شوي ماشوم کورنۍ وايي چې انسان تښتونکو له هغوی څخه د ماشوم د پرېښودو په بدل کې د یونیم میلیون ډالرو غوښتنه کړې ده.

تر دې مخکې هم د تښتول شوي ماشوم کورنۍ او دوستانو د اعتراض په ډول د بلخ ولایت مقام مخته د تحصن خېمه وهلې وه.

د تښتول شوي ماشوم دوستان بلخ کې د اعتراض پر مهال
د تښتول شوي ماشوم دوستان بلخ کې د اعتراض پر مهال

خو د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند عادل شاه عادل د روانې مرغومې میاشتې پر ۱۷مه امریکا غږ ته ویلي وو چې د تښتول شوي ماشوم د راخلاصولو برخه کې پرمختګ شوی دی.

هغه ویلي وو چې د پېښې په تړوا پولیسو ۱۴ تنه نیولي دي چې په وینا یې هڅه کیږي د پاتې کسانو په نیولو سره اختطاف شوی ماشوم ازاد کړي.