شاته

کابل کې د هدفي وژنو دوام؛ دا ځل یې دوه قاضیانې ووژلې

په کابل ښار کې د هدفي وژنو دوام، خو دا ځل د حملې قربانیانې دوه ښځینه قاضیانې وې.

نن یکشنبه (د مرغومي ۲۸مه) سهار شااوخوا اته نیمې بجې د کابل ښار د لسمې امنیتي حوزې اړوند د تايمني سيمې پر لسم سړک د ښځینه قاضیانو پر موټر ډزې وشوې.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز ازادي راډیو ته وویل چې دې پېښه کې یو تن ټپی شوی هم دی: "نن د کابل ښار د لسمې امنیتي حوزې اړندو سیمو کې د سترې محکمې دوه تنه کار کوونکي د یوه نامعلوم وسله وال کس په ډزو کې وژل شوي او یو تن بل ټپی دی. پېښه په جدي ډول د امنیتي ځواکونو تر څېړنې لاندې ده."

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز
د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز

ښاغلی فرامرز په دې اړه د ډېرو معلوماتو له ورکولو ډډه وکړه. د دې حملې مسوولیت هم تراوسه کومې ډلې پرغاړه نه دی اخیستی.

په ورته وخت کې د سترې محکمې ویاند احمد فهیم قویم ازادي راډیو ته وویل چې دواړه وژل شوې ښځې قاضیانې دي، خو ښاغلی قویم هم د هغوی د هویت په اړه د ډېرو جزئیاتو له ورکولو ډډه وکړه.

ده زیاته کړه:" پېښه کې د سترې محکمې دوه تنه قاضیانې وژل شوي او د هغوی موټر چلوونکی ټپی دی. فکر نه کوم چې د هغوی د نومونو په ډاګه کول اړین وي. ځکه د هغوی همکارانو ته د زیان رسېږي."

هدفي وژنې په افغانستان په تېره په کابل ښار کې په دې وروستیو کې یوه جدي ستونزو ده. تېرو څو میاشتو کې یو شمېر مدني فعالان، خبریالان او د ښځو د حقوقو فعالانې وژل شوي دي.

د جدي په ۵ مه په کاپیسا کې مدني فعاله فرشته کوهستاني او د قوس په ۲۰مه په جلال اباد کې د انعکاس خصوصي ټلوېزيون ويانده ملاله ميوند د نا معلومو وسله والو له خوا ووژل شوې.

تر دې وړاندې هم د افغانستان بېلابېلو سیمو کې یو شمېر فعالې ښځې په ورته توګه هدف ګرځیدلي. دې پېښو سختې اندیښنې را پارولي، ان تر دې چې یو شمېر مدني فعالان او خبریالان یې اړ کړي چې له هېواده ووځي.

اړوند مطالب