شاته

کابل کې د ښځینه قاضیانو وژل کېدل او پر وړاندې یې نړیوال غبرګونونه

افغان چارواکو، په افغانستان کې مېشت بهرنیو ډیپلوماټانو او د بشري حقونو فعالانو په کابل کې د دوه ښځینه قاضیانو وژل غندلي دي.

په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر راس ویلسن په ټوېټر لیکلي چې په کابل کې د سترې محکمې د ښځینه قاضیانو وژنه غندي او د پېښې د سمدستي پلټنې غږ کوي.

راس ویلسن ویلي، طالبان باید پوه شي، دا ډول کړنې چې مسوولیت یې ور ګرځي نړۍ په غوصه کوي او باید ودریږي.

د سترې محکمې ویاند احمد فهیم قویم نن یکشنبه (د مرغومي ۲۸مه) ازادي راډیو ته وویل چې دوه قاضیانې د کابل په تایمني کې د یوه وسله وال کس له خوا په ډزو وژل شوي دي.

د رپوټونو له مخې په پېښه کې دوه نورې قاضیانې ټپیانې شوي دي.

د بشري حقونو د څار د نړیوال سازمان د ښځو د حقونو د څانګې سرپرستې هېدربار لیکلي، د افغانستان د ښځینه قاضیانه یوه سلنه ووژل شوه.

د سترې محکمې د معلوماتو له مخې په ټول افغانستان کې دوه سوه ښځينه قاضیانې کار کوي چې له ډلې یې دا دی نن دوه تنه ووژل شوې.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني د دوو ښځینه قاضیانو وژنه او د دوو نورو ټپي کېدل غندلي دي.

ارګ ماڼۍ د ولسمشر غني په حواله لیکلي :"د طالبانو یا نورو ترهګرو ډلو له خوا په بې دفاع افغانانو باندې برید د اسلامي د اسلامي ارشاداتو او سولې روحیې خلاف دی."

"; //parse XFBML, because it is not nativelly working onload if (!fbParse()) { var c = 0, FBParseTimer = window.setInterval(function () { c++; if (fbParse()) clearInterval(FBParseTimer); if (c === 20) { //5s max thisSnippet.innerHTML = "Facebook API failed to initialize."; clearInterval(FBParseTimer); } }, 250); } } }; thisSnippet.className = "facebookSnippetProcessed"; if (d.readyState === "uninitialized" || d.readyState === "loading") window.addEventListener("load", render); else //liveblog, ajax render(); })(document);

هغه ویلي چې افغان امنیتي ادارې دې په دې اړه هر اړخیزې څېړنې وکړي.

چا په کابل کې پر ښځینه قاضیانو د برید مسوولیت نه دی منلی خو په دې وروستیو کې د داسې هدفي وژنو پړه افغان چارواکو او امریکايي ځواکونو په وسله والو طالبانو اچولې ده.